۱۹ کلنې افغان لوبډلې له بنګلادیش سیریز وګاټه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): تر ۱۹ کلنو ټيټ افغان لوبډلې له بنګلادیش څخه د ۵ یو ورځېنیو لوبو سیریز وګټلو.

افغان لوبډلې په وروستۍ برخلیک ټاکونکي لوبه کې بنګلادیش ته ۲۴۰ منډې هدف وټاکه. که څه هم د تېر په څېر د افغان لوبډلې پیل ښه نه و، خو درویش رسولي او ابراهیم ځدران وتوانېدل چې بنګلادیش ته لوړ هدف وټاکي.

ابراهیم ځدران ۸۳ او درویش رسولي ۷۵ منډې جوړې کړې. پر دې سربېره قیس احمد ۲۸ لوړې منډې جوړې کړې.

بنګلادیش د یاد هدف په پوره کولو کې پاتې راغی او له توحید حیدري پرته يې نور لوبغاړي ونه ځلېدل. توحیدحیدري ۹۳ منډې جوړې کړلې. بنګلادیش په ۳۳ منډو افغانستان ته لوبه وبایلله.

په توپ اچونه کې د وفادار مومند ۴ ویکټې، قیس احمد ۳ او مجیب الرحمن ۲ ویکټې واخېستلې.

دروېش رسولي چې په ننۍ لوبه کې یې په ۴۷ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې وې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په دغه پنځو یو ورځېنیو لوبو کې ۳ وګټلې، یوه یې وبایلله او یوه هم د باران له کبله بې نتیجې شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د