نظــر

وروسته له دریو کالو!!

ابو یاسر افغان

یو ناڅاپه میدان ته را ووت، نړیواله ټولنه او مهمې رسنۍ یې په ستاینو او صفتونو شپه ورځ لګیا وې، متفکر دی، د نړیوال بانک مهم مؤسس دی، د چین د اقتصاد بنیادګر دی، د جاپان اقتصادي مشاور دی، دوهم نړیوال شخص دی او…

خیر خو زموږ افغانانو دې هم الله جل جلاله مل شي، ډېر ژر په تبلیغاتو تېر وتل، رایه یې ورکړه او یو ځل بیا یې د صلیبي تاړاک مزدورانو باندې باور وکړ، چې هر څه کېدل وشول، متفکر واک ته ورسېد، ویل یې سل ورځې وخت راکړئ بیا وګورئ چې څه کوم…

سل هم تېرې شوې د لوبیاو کیسې میدان ته راووتې، سل نورې هم او دا دی درې کاله تېر شول، خو نه امن راغی، نه اقتصاد جوړ شو، نه فابریکي جوړې شوې، نه د پاکستان سره ستونزی حل شوې، نه پاکستان فلج شو او نه هم د کوم ښۀ راتلونکي څرک ښکاري…

بالمقابل نور صلیبي یرغلګر راغلل، هوایي بریدونه او چاپې زیاتې شوې، فحاشي او عریاني اوج ته ورسېده، طلوع او اریانا بربنډې ښځې ونڅولې، د ښځو د حقوقو په نوم لسګونه ټولنې نورې جوړې شوې چې سرپرستي یې د متفکر؟ میرمن رولاغني کوي، په یواځې څو میاشتو کې ۱۶ میلیونه ډالر د ښځو د حقوقو؟ لپاره د مبارزې په بدل کې رولا غني ته ورکړل شول، د اردو عسکرو ته پر کلیوالي سیمو د درنو بمباریو او درنو وسلو د استعمال اجازه ورکړل شوه، ډیورنډ لیکي رسمي بڼه پیدا کړه، دیني علماء ټارګيټ شول، زاړه او وحشي کمونیستان پر مهمو عهدو وګومارل شول، تعلیمي برخه کې یې دولسم نه بې سواده فارغان ټولنې ته وړاندې کړل، کرکټ او سریالونو پوره وده وکړه، افغانۍ را ټیټه شوه، د نشه ای توکو تولید او کاروبار خورا زیات پرمختګ وکړ، د سون او خوراکي توکو بیه لس چنده لوړه شوه، نه د هرات برق چا ولید، نه په کونړ سیند ډیم جوړ شو، نه د اردو مرګ ژوبله کمه شوه، نه لویې لارې ورغول شوې، د ننګرهار او هرات ګمرکي عاید تری تم شو، متفکر آن د مبایل کارتونو څخه هم ۱۰ سلنه محصول اخیستل پیل کړ او بیا له دغې لارې تر لاسه شوې میلیاردونه افغانۍ تری تم شوې.

لنډه دا چې درې کاله وروسته هم ملي اقتصاد په صفر کې ضرب او پانګه وال رژیم د غریبي طبقې ویني وسکلې، د نسبتاً شتمنو خلکو ترور یې پیل کړ، یواځې یو څو رغنیزي پروژې وې هغه هم په درغلۍ پای ته ورسېدې، هره ورځ سلګونه نور یرغلګر را روان وي، کانونه په بشپړ ډول ټرمپ ته ډالۍ شول، د هېواد یواځنې مهم عاید(تازه میوې) څه په سپین بولدک او څه په تورخم کې ورستې شوې، د هند باټې هم تشې کیسې شوې، غربي رسنۍ چې متفکر به یې د دنیا دویم شخص بالۀ، اوس داسې را پورونه ورکوي چې افغانستان کې اداري فساد زیات شوی، بیکاري او نا امني تر پخوا څو چنده شوې، ارګ د دوه دریو کورنیو لخوا محاصره دی، د پنجشیر موچیان او د موټرو کلینډران اوس ډګر جنرالان دي، لوړ پوړي چارواکي میلیونران شول، د پولیسو او اردو د وژل شویو سرتیرو ناموسونه خپله د چارواکو له خوا… شول، زرګونه خیالي پولیس او عسکر لا هم معاش اخلي!!

اخر د متفکر به سړی کوم کوم پرمختګ یادوي، خو دومره به ووایو چې: درې کاله یې تشې باټې وویشتې او چې دا بل کال هم پوره کیږي، د خیره ملت به په سره ځمکه لوڅې پښې ودروي، نه پاکستان منزوي کیږي، نه د ایران پراخ ځنګلونه او باغونه په دشتو بدل شول او نه هم دا دومره اسانه خبره ده چې د صلیبي ټلوالې غلامان به یې په اسانه ترسره کړي، څوک چې خپل واک نلري، نورو به څه وکړي….؟؟ متفکر خو نو ټول پیژني چې ښاغلی اشزف غني دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
sharif

زما په‌فکر ستا سترگی‌او غوژونه کار نه کوی او یا هم‌چا پایسی درکری چی داسی تبلیغ وکره د حدای لپاره لژ د افغانستان د راتلونکی په فکر کی اوسه داسی سیاست مدار دی په حدای که په دا چو لسیزو کی هم لیدلی وی چی په گوشی جان له تولو سره داگر واهی هسی چتیات ما وایه لژ فکر وکره ددی دوو روپیو لپاره له حپل شحصیات نه مه تریژه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x