ساینس او ټکنالوژې

اغا ملکو سهار

لېکنه: آغاملوک سهار

ساینس او ټکنالوژې په وروستیو څلورو، پنځو لسیزو کي خورا په چټکي روان دي، اوس یې د خلګو ټول پام ځان ته را اړولی دی، د پام اړولی دلیل یې دادی چې دقیق نتایج او ټولو ته د منلو وړ پایلې وړاندي کوي، بشر ته د لوي پوښتنو له حل سره، خورا سهولتونه ورکوي.

جنیټک چې د ساینس یوه برخه ده په وروستیو پنځلس کلونو کي خورا بدلون کړي، اوس مهال د وګړو اوسط عمر 1000 کاله دی، چې په نژدي راتلوونکي کې به جنیټک له خورا نورو بدلونونو سره دا اوسط عمر له سلو کلونو ډیر لوړ کړي. ورسره د ډاروین د تکامل نظریه او د بیک بانګ(لوي چاودنې) تیورې خپلی رقیبی نظریې له مارکیټه باسي،او ډیرو پوښتنو ته ځواب وایې.

په ټکالوژي کي مصنوعی ذکاوت(artificial intelligence) چې یوه برخه یې روباټونه دي، هم له انسان نه به سختي دندې په غاړه واخلي.

خو د ساینس لویه نیمګړتیا داده چې په مادي نړۍ راڅرخي. هغه څه ورته د منلو وړ دی چې پنځه ګوني حواص یې مني او تجربي اړخ ولري. یعنی ساینس معنویاتو ته اهمیت نه ورکوي، نو هم دا دلیل دی چې ساینس روح او دیته ورته نورو مهمو بشری معنوی مسایلو ته وخت ندی ورکړي او نه به په ورباندی پانګونه وکړي.

ساینس له فلسفې سره په ډیرو ځایو کې په ټکر کې دي او فلسفې مسایل ردوي د مثال به ډول فلسفه وایې له هیڅ نه څه نسی رامنځ ته کیداي خو کوانتم فزیک دا په ثبوت ورسوله چې له هیڅ نه څه رامنځ ته کیږي.

خو تر اوسه لا معلومه نده چې ساینس به کله خپلو تیوري ته دا ورشامل کړي چې له بیګ بانګ (لویه چاودنه چې ټوله هستې یا ګیټې ترې منځته راغلي) نه مخکي څه وو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

سهار صاحب نیکی هیلی مو ومنۍ ! په دی کی شک نشته چه نن صبا ساینس او تکنالوژی ډیر پرمختګ کړی، مګر هر وخت د خپل مخکی وخت څخه زیات پرمختګ لری، یعنی د هری حاضری زمانی خلکو ته د هماغه اخری زمانی پرمختګ تر سترګو کیږی، انسانی هلی ځلی لکه د سیند د اوبو په شان تل مخی ته شاته نه ځی سل کاله وروسته خلک به د هغه وخت خبره کوی چه د بل هر وخت ساینس او تکنالوجی تر بل هر وخت ډیر پرمختګ کړی هغوی به هم سمه وایی، د الکتریک او الکترانیک په کشفولو سره… نور لوستل »