تاریخ او شخصیتونه

خیر القرون (1): صحابي، تابعي، تبع تابعي

لیکوال: احمد الله عاطفي

صحابي او صحابیه (رضی الله ) هغه شخصیت ته وايې چې سیدنا حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) ئې په ژوند کې لیدلی وي ، ایمان ئې پرې راوړی وي ، دمسلمانۍ په حالت کې له فاني نړۍ رحلت کړی وي.

تابعي: نارینه او ښځینه شخصیتونه چې صحابي یا صحابیه سره ئې لیدنه شوې وي، په اسلام مشرف وي او دایمان په حال کې وفات وي.

تبع تابعي: نارینه او ښځینه مومنانې چې تابعي ملاقات ئې په برخه شوی وي، په اسلام مشرف وي او دایمان په حال ئې له دې دنیا سفر کړی وي.

وروسته له انبیاوو په مجموع کې د الله سبحانه وتعالی په ټولو بندګانو کې د صحابه (رضی الله عنهم) مقام او فضیلت لوړ دی، په همدی تر تیب په مجموع کې صحابه (رضی الله عنهم) په مقام، فضیلت او پوهه کې له تابعینو لوړ دي، تابعین له تبع تابعینو او تبع تابعین له راتلونکو نسلونو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x