شعـــــرونه

دشهيد په وينو – الهام

دانقلاب  تنده  ماتېږي  د شهيد په وينو
د آزادئ  باران  اوريږي د شهيد په وينو

د قربانئ  شمال  رابولي  د برياو سپرلى
د خپلواكئ ګلان غوړېږي دشهيد په وينو

لكه لمرسپين دى په حق دين دسرښندنې انجام
غرونه  ګناوې  بخښل كيږي  دشهيد په وينو

عبث دى مكړئ  تقاضا  دترحم  ور څخه
آدم  خواره  نوڅه پوهيږي دشهيد په وينو

نده  هغه وينه چي زړونه  له كوګله باسي
مړه  ضميرونه  بيداريږي  د شهيد په وينو

د شهادت اوچت  مقام  د خداى رضا باله شي
شيطان  ډوبيږي اوغرقيږي  د شهيد په وينو

دنګي شملې يې په  سرو راوړي غازيان الهامه !
د ننګ  جنګونه  ګټل كېږي دشهيد په وينو
2014/03/19

سید احسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x