
آزادۍ
شاعر: مسلم يار (انيس)
راشه راشه آزادۍ ، راپخلا شه آزادۍ
زخمي زړونو ته درمان، او دوا شه آزادۍ
يو څرک د سباوون شه، سپينې وړانګې کړه خپرې
د وحشت تورو تيارو، ته رڼا شه آزادۍ
نه ېي مور شته نه ېي پلار، هر بچى مو خوار و زار
هر يتيم لره ادې، او بابا شه آزادۍ
د ديدن وخت به شي تېر، زر زر راشه لېونۍ
مجنونان به دې شو مونږ، ته ليلا شه آزادۍ
څوک مو نه پرېږدي ارام، ډېر يو ستړي او ستومان
د هجرت ستړي ژوندون، ته هوسا شه آزادۍ
مونږ خوشحال کړه مونږ خفه، يو بې حده غمزده
په مسکا شه آزادۍ، په خندا شه آزادۍ
د (انيس) د زړه ارمان، چې پوره شي په ښه شان
وکړه سوال د خوشحالۍ، په دٌعا شه آزادۍ