دیني، سیرت او تاریخ

زموږ عيد الفطر او عيد الأضحى كه نيروز {نوروز} او مهروجان؟

كه اروپايان او امريكايان د christmas ‎او turkeyاوthanks giving days‏ په نوم عيدونه لري نو آتش پرستان، زردشتيان بيا دنيروز(نوروز) او مهروجان په نوم عيدونه لري، داسلام له راتلو نه مخكې په دنيا كې دوې امپراطورۍ چليدې يوه دقيصر الروم، بله دكسرى فارس په نوم، روميان عيسويان ؤ، دكرسمس او نور اخترونه به يي لمانځل، فارسيان چون مجوسيان ؤ دنيروز {نوروز}او مهروجان ورزي به يې په اختر سره لمانځلې، خو دالله رسول صلى الله عليه وسلم مسلمانانو ته دعيدالفطر {كوچنئ اختر }او عيدالأضحى {لوئ اختر}د ورزو د لمانځلو امر وکړو.

ــ ددي كفري اخترونو او خاصة دنوروز لمانځل شرعاڅه حكم لري؟

ــ مونږولي ددوئ په عيدونو كې له ګډون څخه منع شوي يو؟

ــ دعقل او منطق له نگاه په کوم توپير او ولې زموږعيدونه د دوی  له عيدونو غوره دي؟

 الله تعالى فرمايي : (والذين لايشهدون الزورــ سورة فرقان ايت ۷۲)

او نيكوكاران هغه خلك دي چې ددرواغو مجلسونو ته نه حاضريږي .

امام الألوسي رحمه الله  په تفسير روح المعاني كې داسې وايي:

(والمراد بالزور الشهود الى اعياد المشركين و ايام فرحهم ــ روح المعاني صفحه  ۵۱ جلد ۱۹)

او مراد په زُور سره ، دمشركينو عيدونو او دخوشالئ ورزو ته حاضريدل دي.  

(حدثناموسى بن اسماعيل نا حمادعن حميد عن آنس قال قدم رسول الله صلى الله عليه وسلم المدينة ولهم يومان يلعبون فيهما فقال ما هذان اليومان قالو كنا نلعب فيهما في الجاهلية فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: إن الله قد ابدلكم بهما خيرا منهما، يوم الأضحى ويوم الفطر ابوداؤد ص ۱۶۸ ج ۱ )

امام ابو داؤدرحمه الله په خپل سند سره دحضرت آنس رض نه روايت كوي چې كله رسول الله صلى الله عليه وسلم مدينې منورې ته راغی، اهل مدينې به په دوو،  ورځو {نيروز او مهروجان}كې لوبې  اوخوشالۍ كولې رسول الله صلى الله عليه وسلم اوفرمايل: دا دڅه ورځې دي؟  دوي ورته وويل  چې موږ په جاهليت كې په دې دوو، ورځو كې خوشالۍ كولې، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل:  الله تعالى ستاسې دا دوه ورځې، په دوو  نورو  ورځو دربدلې کړې، چې عيدالأضحى او عيدالفطر(لوی او کوچني اخترونه) دي.

امام بيهقي رحمه الله په خپل سند سره له عبدالله بن عمر رض څخه روايت كوي چې وايي:

(من مر ببلادالأعاجم، فصنع نيروزهم ومهروجانهم وتشبه بهم حتى يموت وهم كذالك يحشر معهم يوم القيامة)

ژباړه: څوك چې دعجمو په ښارونو تيريږي او دهغو په نوروز او مهرجان (اخترونو)كې شركت وكړي او له هغو سره مشابهت ښكاره كړي، تر دي چې مړ شي، نو دقيامت په ورځ به له هغو كافرانو سره دده حشر كيږي.

بحرالرائق او عالمګيري په كم عبارتي تفاوت سره په ج۲ ص ۲۷۶  كي ليكلي دي:

(وَبِخُرُوجِهِ إلَى نَيْرُوزِ الْمَجُوسِ لِمُوَافَقَتِهِ مَعَهُمْ فِيمَا يَفْعَلُونَ فِي ذَلِكَ الْيَوْمِ وَبِشِرَائِهِ يَوْمَ النَّيْرُوزِ شَيْئًا لَمْ يَكُنْ يَشْتَرِيهِ قَبْلَ ذَلِكَ تَعْظِيمًا لِلنَّيْرُوزِ لَا لِلْأَكْلِ وَالشُّرْبِ وَبِإِهْدَائِهِ ذَلِكَ الْيَوْمِ لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ بَيْضَةً تَعْظِيمًا لِذَلِكَ لَا بِإِجَابَةِ دَعْوَةِ مَجُوسِيٍّ وحَلَقَ رَأْسَ وَلَدِهِ وَبِتَحْسِينِ أَمْرِ الْكُفَّارِ اتِّفَاقًا حَتَّى قَالُوا : لَوْ قَالَ : تَرْكُ الْكَلَامِ عِنْدَ أَكْلِ الطَّعَامِ حَسَنٌ مِنْ الْمَجُوسِ ، أَوْ تَرْكُ الْمُضَاجَعَةِ حَالَةَ الْحَيْضِ مِنْهُمْ حَسَنٌ ، فَهُوَ كَافِرٌ كَذَا فِي الْبَحْرِ الرَّائِقِ.)فتاواى  عالمكيرى جلد ۲  صفحه ۲۷۶  _  ۲۷۷ كتاب  السير  الباب  التاسع  فی  احكام  المرتدين وهکذا فی البحرالرائق  كتاب السير  باب  احكام المرتدين(

ژباړه:كه څوك دمجوسو په اختر (نوروز) كې د ګډون لپاره ووت  چې په هغه كې شركت وکړي او يا يي په دې ورځ داسې يو شی دخوراك يا څشاك لپاره واخيستل چې وړاندي يې نه وي اخيستې، مقصد يې ددې ورځې تعظيم وي، يا چاته ددې ورځې دتعظيم په خاطر تحفه وركول اګر كه يوه هګۍ وي هم، او د خپل بچې سر ددې ورځې په مناسبت خرييل دا د ټولو په نزد اتفاقا كفر دی او د داسې اعمالوكونكی كافر دی.

علامه ابن عابدين شامي رحمه الله  په مشهوره فتاوي ردالمحتار على الدر المختار كې ليكلي دي :(ولو اهدى بيضة لأحد لتعظيم هذاليوم كفر.
كه چا ددې ورځې  دلمانځلو په خاطر چاته يوه هګۍ هم هديه کړه نو كافر شو.

دموضوع په اړه نصوص نور هم ډير دي، خو څوك چې حق مني د هغوی لپاره دا ياد شوي دلائل بس او كافي دي.

له پورته ذكرشويو دلائلوڅخه دوهم سوال چې موږ ولی ددوي په لمانځ غونډوکې له ګډون څخه منع شوي يوهم پخپله ځواب شو

داچې دمنطق او عقل له لارې ولې زموږاخترونه ددوی له اخترونو غوره دي؟

زموږ اخترونه دخواخوږۍ ، همدردۍ او ايثار پيغام له ځان سره لري په كوچني اختر كې په هر مالدار باندې لازمه ده چې په خپل نږدې چاپيريال كې غريبان ونازوي، صدقة الفطر (سرسايه) اداء کړي، دنورو دنويو جامو غم هم وخوري، نورو ته هم دحوشالۍ اسباب برابر كړي، يتيمان  اوبې وزله خلک له ځان سره په خوشالۍ كې شريك کړي، همداراز په لوئ اختر كې دقربانۍ ورکولو درس پروت ده، د پسونو او نورو څارويو دغوشو تقسيم او بیا غريب او بې چاره انسانان په خيټه مړول دهمدې اختر تر ټولو لوی پيغام دی، خو نوروز يا كرسمس بيا صرف ځان ته په عيش او عشرت برابرچاپريال برابرول او په تعيش ولاړه مفكوره لري   .

زموږ اخترونه موږ ته په خپل راتګ سره يو روحاني شوق او مينه  راكوي،  دخپلو خطاياؤ مغفرت له الله تعالی نه غواړو، په دې توګه  نوروز دروحاني تدنس، چټلتيا، نڅا او فحش نه ماسوا بل څه له ځان سره نه لري، او دننني عصر ارواپوهان د ډيرو ذهني امراضو يولامل روحاني چټلتيا يادوي.

په افغانستان، ايران او نورو نږدې هيوادونوكې ددې ورځې لمانځل اوبيا په افغانستان كې په مزارشريف كې دسخي صاحب په نامه  جنډه پورته كول ټول هغه خرافات دي چې غربي ميډيا ډير كوريج وركوي او هدف يې مسلمانان له خپلو اسلامي شعايرو بې لاري كول دي.

په لنډه:

ــ ‏ دمسلمان لپاره د نوروز لمانځل عقلا او شرعا حرام دي.

ــ‏ ددې ورځې احترام كفر دی.

ــ ‏ نورټول هغه بدعات چې په دې ورځ ترسره کيږي كه دورځې په احترام وي كفر دی، كنه نو كبيره ګناه ده .

ــ  ددې ورځې په مناسبت يو بل ته مباركي وركول دورځې د احترام په نيت كفر دی، او بغير له دې فسق او ګناه ده.

ــ ‏ په دي ورځ په كور كې ښه او خاص خوراك تيارول په دې عقيده چې ټول كال به رزق فراخ وي بدعت دی.

قاري سعيد خوستی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x