fbpx

په امریکا او کابل کې د افغانستان د اشغال پر ضد لاریون وشو / ویډیو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۴ تله، ۱۳۹۶): ټاکل شوې چې په امریکا کې روانه اونۍ د افغانستان د جګړې او اشغال پر ضد د مظاهرو لړۍ پیل شي.

نن د جمعې په ورځ هم د امریکا په نیویارک ښار کې د «ټرمپ ټاور» مخته په لسګونو کسان را ټول شوي وه او د افغانستان د اشغال د خاتمې غوښتنه یې کول.

بلخوا په کابل کې هم په سلګونو کسان را ټول شوي وه او د افغانستان څخه د امریکا د اشغال د خاتمې غوښتنه وکړل.

باید وویل شي چې سبا د اکتوبر میاشتي ۷ نېټه ده، په کومه ورځ چې امریکا پر افغانستان یرغل کړی وو، خو اوس ۱۶ کاله وروسته لا هم جګړه په شدت سره روانه ده او یو ځل بیا له هغه راهیسي د امریکا دریم ولسمشر افغانستان ته د اضافي عسکرو را لیږلو او نویو ستراتیژیو جوړلو پریکړي کوي.

په تیرو شپاړسو کلونو کې د لسګونو زرو افغانانو سربېره په زرګونو امریکایان او غربي پوځیان هم وژل شوي دي.

د امریکایي رسنیو په حواله د افغان جګړې پر ضد به دغه لاریونونه د روانې اونۍ لپاره د هیواد په مختلفو برخو کې ادامه ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د