نظــر

دجنازې ګروپ – بلال ایوبي

درې کاله مخکې په کلي کې اوسیدم او داچې دمني شپې به راورسیدې نو دامریکایانو چاپې به هم زیاتې شوې ، هره ورځ به په یوه کلي نه یوکلي کې یویاڅوتنه شهیدان وه ډیرې سختې شپې به وې هرې جنازې کې به په زرګونو خلکو ګډون کولو زمونږ کلي څوځوانان چې ښې قیافې یې وي هرمازدیګربه چې مسجد کې راغوڼډ شولو نو دهمدې ځوانانو دبحث موضوع داوه چې سبابه څوک شهیدان شي ، یوه به ویل چې : که هرکلي کې وي بس ورځو به او جنازه کې به ګډون کوو .

ددوی همداکاروه چې بس دنورو شهادتونو ته به یوه ورځ مخکې په اوداسه ګرځیدل چې ډیرژر دجنازې په ګروپ سره مشهورشول ډیره جالبه به داوه چې کومه شپه به دچورلکو زیات غږونه وه نو په سهاربه یې همدادجنازې ګروپ بغیرله دې چې معلومات ولري دجنازې په نیت له کوره راوتل دکلي دمسجدمخکې به سره غونډیدل کله کله به ورسره خلکو پدې مخالفت کولو چې ولې په تاسو څه شوي چې دنوورخلکو جنازوته په اوداسه ګرځۍ خو تاسوهم میړانه وکوۍ داسلام او وطن په خاطریوڅه وکوۍ ؟

هودیومسلمان په نورومسلمانانو یو له حقوقو نه داهم ده چې کله مړشي نوپه جنازه کې به یې شرکت کوي .

خو داسې نه چې خپل کلي کوردې پریښي دنورو په جنازو پسې دې مټې بډ وهلي وي خبره مې تردې رایاده شوه چې دلته په افغانستان کې یوڅه تعداد چې ښې جوسې لرې تمامه ورځ به په ترکیه او مصرپورې نښتي وي دلته په افغانستان کې به مړي کیږي عامه وژنه به کیږي خو دامحترمین به وایی ( نحن معاک یامرسی) زه دانه وایم چې داخبره دې نه کیږي خو دومره خو باید وکوو چې خپل کلي کور ګاونډ مسلمانان په حال خو دوه اوښکې توی کړو، که مسلماني وي نو داخلک چې دلته هره ورځ پرې چاپې وهل کیږي ولې یې په اړه چوپ خوله ناست یې ولې استبداد ماوراء افغانتستان پیژني خو دلته یې نه پیژنې

کوم احساس تاسومجبوروي ترڅو دمصري مسلمانانو په مظاهره چغې وهې خو زمونږ په وینو چوپه خوله ناست یې زه وایم کوه کوه دنوروجنازې کوه خو خپل مسئولیت دومره مه ګڼه ماسره هم همدردي کوه

بلال ایوبي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x