نړۍ

ټرمپ: په افغانستان کې زمونږ د ځواکونو په وړاندي محدودیت نشته

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د شورا سره په غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په وړاندي ټول محدودیتونه لیري کړل شوي دي.

نوموړي وویل چې ما په افغانستان کې پوځي قومندانانو ته زیات واکونه ورکړي او پر هغوی مي له مخکې لګېدلي ټول محدودیتونه لیري کړ چې د خوښې وړ خبره ده.

ولسمشر ټرمپ تېره ورځ په سپینه ماڼۍ کې د پوځي جنرالانو او ملي امنیت د مشاورینو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړ او ددغه خبرو تر څنګ یې ایران، شمالي کوریا او داعش ته هم ګواښ وکړ او وېې ویل، نن چې مونږ را ټول شوي یو، دا د «طوفان تر مخه د خاموشي» په معنا ده، خو وضاحت یې ونه کړ چې له دې خبرې څخه یې مطلب څه دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس هم په یوه وینا کې د محدودیتونو لیري کېدو خبر ورکړی وو او ویلي وه چې دوی اوس په افغانستان کې خلاص لاس لری، هر نوعه عملیات چې هر وخت وغواړي، کولای شي.

باید وویل شي چې د اشرف غني او ډاکټر عبدالله د ګډحکومت د تشکیل سمدستي وروسته دواړو مشرانو د امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ او په ورته وخت کې يې د امریکايي ځواکونو او قومندانانو څخه هغه محدودیتونه لیري کړل چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې پر لګېدلي وه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

یوه د ټوقو ویدیو می لیدله ، د ترمپ به شان یو کس ( چه ناوړه او احمقاته کړنی یی تر سره کولی ) په اړه یی وویل [ یا الله ج څومره مهربانه ذات یی دغه احمق ته هم په مړه خیټه خواړه اوبه ورکوی ، که زه ستا په ځای وی ژوندی می نه بریشودلو ] . په رښتیا هم د ټرمپ دغه خبره چه په داعش ، ایران او کوریا چه مونږ کوم عملیات نه کوو ، [ دا د طوفان د مخه د خاموشۍ په معنی ده ] سمه خبره مګر بی مورده یی کارولی .… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close