افغانستان

طالبان: د امریکايي ځواکونو د شړلو کلک تصمیم لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): طالبانو په افغانستان د امریکا د پوځي یرغل د شپاړسمې کلیزې په مناسبت څرګندونې کړي او په امریکايانو یې غږ کړی چې که هرڅومره هم دا جګړه اوږده کړي، پای به یې د هغوی تېښته او ماتې وي.

طالبانو په همدې تړاو د یوې مطبوعاتي خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي چې امریکایانو د خپلې شریرې استعماري پالیسۍ له مخې په افغانستان کې داسې اور بل کړ، چې په وینا یې، په لمبو کې يې تر نن ورځې پورې خپله امریکایان سوځي.

اعلامیه زیاتوي چې امریکایي بې تجربې جنرالانو او کارپوهانو خپلو واکمنو ته دا تمه ورکړې وه چې افغانستان یوه «تیاره ډوډۍ» ده او د خپلو مستعمرو په کتار کې به یې ودروي، خو «خبر نه وو چې دې میړني ولس د هر اشغالګر قوت ښکرونه ورمات کړي او د تاریخ کندې ته یې غورځولي دي».

د طالبانو اعلامیه وايي چې امریکایانو په لکونو افغانان شهیدان، ټپیان، بندیان او بې کوره کړل خو شپاړس کاله وروسته لا هم د افغان ولس اشغال ضد احساس نه دی کمزوری شوی او هر کال د امریکا په ضد مقاومت پیاوړی کیږي.

طالبانو په امریکایانو غږ کړی چې نور حقیقتونه درک کړي، د ولسونو ازادۍ ته احترام وکړي او د جګړې د اوږدولو پرځای خپل «اشغالګر» عسکر له افغانستان څخه وباسي.

طالبان وايي چې د امریکایي ځواکونو د شړلو کلک تصمیم لري او له خپلې ازادۍ او ولس څخه به د سر په بیه دفاع کوي.

اعلامیه زیاتوي چې طالبان په خورا عالي مورال، د شهادت په جذبې او د یوې جهادي فریضې د ادا کولو په نیت راوتلي او هیڅکله به خپله مبارزه پرینږدي.

اعلامیې ټینګار کړی چې «په دې لاره کې زموږ زرګونه ځوانان لاهم د قربانۍ او شهادت غوښتنې په نوبت کې ناست دي او حتما به اسلامي نظام قایموي».

یاده دې وي چې له نن څخه پوره شپاړس کاله مخکې په همدې ورځ د امریکا په مشرۍ ایتلاف د ملګرو ملتونو له اجازې او موافقې څخه پرته په افغانستان پوځي یرغل وکړ، د طالبانو واکمني یې ونړوله او پر ځای یې د جرمني په بن ښار کې د اوسني دولت د تهداب ډبره کیښوده.

په جنګي وسلو، ټانګونو او الوتکو سمبال امریکايي ځواکونو په افغانستان باندې له پوځي یرغل سره جوخت خلکو ته ژمنې ورکولې چې په هیواد کې به تعمیراتي کارونه کوي، امنیت به ټینګوي، مخدره مواد به له مینځه وړي او په سیاسي او اقتصادي لحاظ به یو قوي حکومت رامینځته کوي.

خو په تېرو شپاړسو کلونو کې د سلو زرو زیاتو ملکي افغانانو تر وژل کیدو وروسته بیا هم نوموړې ژمنې د مرغۍ پۍ دي او امریکایي ځواکونو افغانستان ته له جګړو پرته بل څه نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس الرحمن عزیزی

السلام علیکم ورحمته االله وبرکاته ټولو مشرانو او کشرانو ته او په جهاد باندی تختو ته درړه له کومی نه سلامونه وایم او الله دی ز مونږ مشران ته حفاظت ورنصیب کړی آمین . نن چی په افعا نستان کی دیرغلګرو شپاړس کاله پوره کیږی چی په دی تیرو کلونو کی یی بی شمیره قتلونه او ظلمونه وکړل اوچی اوس هم خپلو ظلمونه ته دوام وزکوی دا دی خبری اثبات دی چی په افغانستان کی ماتی خوړلی ځکه چی په پوره شپاړس کاله کی یی هیڅ لاسته راوړنی نه لیدل کیږی الحمد الله ثم الحمدالله دافغانستان د اسلامی امارت دمشرانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x