نظــر

لېونی مفکر!

افغانانو داثابته کړې ده، چې د ژوند په هره برخه، یا هم د خپلې خوښې د کومې مسلې اړوند يې تل افراط کړی دی، د راتلونکې ډرامې ناروغ مفکر هم داسې ړانده پلویان لري، چې همدا پراشوټي افغان او د غرب په کوڅوکې لوبېدلی انسان چې د پردیو پر ارزښتونو يې د نړیوال تفکر د دویم سرلاري خول هم ورپه سر کړی دی. تر دې اندازې ستايي چې نږدې له هرې اشتبا يې مبرا بولي او آن د بابا سپېڅلی لقب يې هم ورپورې غوټه کړی دی. چې دا يې دپلویانو ستره اشتباه ده.

له نېکه مرغه د ټاکنو پرنامه د افغان وژنې د دسيسې پاتې نهه تنه کرکټران پخپلو اعترافاتو کې د یوبل د بربنډتوب مستندې خبرې کوي. د تحول د تفکر د مفکر ملګري خو دا دولت ځکه فاسد بولي، چې په خبره يې له کرمي نه ملاتړ کوي ځکه چې کرزي خپل ورور هم د دوی په خبره د کرمي او د ګل اغا شيرزي په خبره د بې ناموسه کانديد لپاره تېر کړ. جالبه داده چې همدې مفکر د خپل تفکر او تعقل د پرېکړې پر اساس په همدې مفسد نظام کې د وزير په توګه کارکړی دی، نو چې دا دولت مفسد شو، نو کارکونکی يې څنګه له فساده لرې بولئ؟؟؟
په کندهار کې د همدې مفکر د لارويانو له خوا خلکو ته درايو په بدل کې د کورنو د ورکړې وعدې شوې دي، پخپله مفکر صیب د سرغړونې په تور د ټاکنو د کمېسون له خوا جرېمه هم شو، مګر بیا هم بابا(!) دی.
خو د همدې مفکر اړوند بیا د ټاکنو پر نامه د راتلونکې ډرامې د بل لوبغاړي زلمي رسول  د ټاکنیز دفتر مشر میرویس یاسيني د کابل په خلیج هوټل کې د بې ناموسه کانديد په تبلیغاتي غونډه کې په زړه پورې راز ووایه، نوموړي په صراحت وويل چې اشرف غني لېونی دی!!!
دا خبره ځکه د منلو وړ ده، چې د عبدالعلي مزاري په یادغونډه کې د مفکر خبرې ما پخپله واورېدلې، دشمشاد دمناظرې خو د دوی دکور سړي عصمت قانع ښه خبر کړي یاست، او دلېونتوب بل ستر او د نه پټېدو علت يې د دوستم خونخوار د مرستیال کولو لېونۍ کړنه ده، مفکر د تفکر په زور داسې تجسس کړی، چې ګواکې په دوستم به د ازبکانو رايې راټولې کړي، په داسې حال کې چې دوستم هم څه د بوټي له بېخه نه ده، هغه یواځې پر دې چې ولې په ځینو ولایاتو کې دویم مفکر له خپل تصویر سره د درېیم مفکر تصویر نه دی لګولی، په لېوني مفکر څو اوونۍ د يوې کېلې خوراک هم زهر کړی و. نو د لېونیانو پر معیارونو او ارزښتونو نومول شوي مفکر ته به د لېونیانو له خوا په لېوني انداز او په لېونو شرایطو کې تبلیغات کېږي. او داچې که همدا لېونی د ارګ په چوکۍ نصب شي، نو خدای دې مل شي د وطن او دملګرو!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x