افغانستان

بیړنی خبر: طالبانو په پروان کې د امریکایانو ترانسپورټي الوتکه را نسکوره کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوه بیړني خبر په ورکولو سره نن ټکی اسیا ته وویل چې د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې يې د امریکایانو یوه لویه نظامي ترانسپورټي الوتکه ویشتلې او را غورځولې ده.

نوموړي وویل چې کیدای شي په دغه الوتکه کې هغه امریکايي ځواکونه سپاره وه چې تازه افغانستان ته را لیږل کیږي او زیاته یې کړه چې ټول ووژل شول.

مجاهد وویل: الوتکه د کوه صافي ولسوالۍ په قلعه خیلو سیمه کې وویشتل شوه او د تورې څوکې په سیمه کې را وغورځېده او اور پرې بل شو.

او زیاته یې کړه: تر پيښې وروسته امریکایانو سیمه محاصره کړې، د الوتکې څخه لوخړي پورته کیږي، او امریکایان خپل د مړو جسدونه انتقالوي.

تر اوسه د پيښې په اړه امریکایانو او نه هم افغان دولتي چارواکو څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شمس الرحمن عزیزی

الحمد الله ډیر زیات خوشحاله سوم په اوریدو می زړه هوا وګړه دالله تعالی نصرت ده چی دامریکی دنوی ستراتیژی نه ورسته دا دریم سخت خبرداری ده چی یو خویی دا چی د سراتیژی نه وروسته د (جیم ماتیس ) په ناڅاپی راتلو سره د اسلامی امارت له خواه سخت استقبال وشو او بل دا چی د نویو ځواکونو په راتلو سره چی ځمکی ته پښی لانوی ټیټی کړ ی چی د مړنیو مجاهدینو امانونه له خاورو سره خاوری ګړل ټرمپ اوس هم سر نه خلاصوی او حک پک حیران دی دا نوی سراتیژی که یی هر څومره جدی او… نور لوستل »

غوربندی

الحمدلله
الله اکبر
ولله الحمد
سبحان الله و بحمده
سبحان العظیم و بحمده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x