روسیې ته د سعودي باچا ملک سلمان د سفر په اړه جالب معلومات

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د تیرې پنجشنبې په شپه د سعودی باچا ملک سلمان روسیې ته په څلور ورځني سفر ولاړ، دا په تاریخ کې د سعودي د باچا لومړی رسمي سفر دی چې موسکو ته یې کوي.

دکتونکو په باور موسکو ته د نوموړي سفر پر دې دلالت کوي چې په منځني ختیځ کې د روسیې نفوذ زیات شوی دی.

د سعودي باچا ملک سلمان چې هر هیواد ته ځي، هلته خپل دمالي قوت مظاهره حتما کوي، د بلوبمبرګ په نامه رسنۍ په خپل یوه راپور کې د نوموړي د سفر ځیني جالب معلومات خپاره کړي دي چې په لاندي ډول دي:

د نوموړي سره د کورنۍ غړو، چارواکو، او مزدورانو په ګډون د ۱۵ سوه کسانو پلاوی ملګری دی.

ددغه کسانو لپاره دوه لوی پنځه ستوریز هوټلونه (فورسیزن – رټز کارلټون) نیول شوي دي، چې یوازي کرایه یې ۳ ملیونه ډالر کیږي، نور خدمات یې ځانته دي.

د هوټل یو شمېر عمله یې بدله کړې ، په ځانګړې ډول هغه چې قهوه او نور خواړه تیاروي.

له ځانه سره یې خپلې چوکۍ، سرې غالۍ او نور فرنیچر وړی.

هره ورځ یوه الوتکه د خوراک څخه ډکه موسکو ته ځي ، ځکه چې د هغه ځای خواړه دوی نه خوري.

په اوله ورځ یې په الوتکو کې ورسره ۸۰۰ کیلوګرامه خواړه وړي و.

د الوتکې څخه د را ښکته کېدو لپاره د سعودي څخه ورته برقي ځینې لیږل شوي وه، خو د نوموړي د را ښکته کېدو پر مهال په نیمی کې ودریدله.

دغه ځیني د سرو زرو په اوبو وهل شوي ، طلايي رنګ لري.

د نوموړي مصارف د اوباما غوندي لوی او طاقتور هیواد د مصارفو سره برابر دي.

پوتین ورته په کرملین کې د هرکلي ځانګړي مراسم ترتیب کړي وه خو هوايي ډګر ته نه وو ورته راغلی، چې له امله یې په سعودي او خلیجي هیوادونو ضد او نقیض بحثونه وشوه.

دواړو هیوادونو د وسلو او لوی نفتو تر څنګ په ډیرو اقتصادي برخو کې یو د بل سره د همکارۍ ژمنې وکړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د