iqra

د إقرأ د أمت ځوانانو ته

جاحظ د عربي ادب یو دنګ غر بلل کیږې، دی د شهیدالکتب (دکتابونو شهید) په لقب سره یادیږې، ځکه له کتاب سره دمیني په اړه د ده عجیبې کیسې روایت شوي دي وروستۍ کیسه یې داوه چې فالج وهلی و په کتابخونه کې ناست و، کتاب یې مطالعه کاوه یوه بل څنګ ته یې دلۍ دلۍ کتابونه اېښي وو، هغه پرې ور ړنګ شوو، له ځانه دلیري کولو سیکه یې نلرله او له کتابونو لاندي ومړ. له کتاب سره د مینې په اړه موږ په اسلامي تاریخ کې پریمانه عجیبې او نادرې کیسې موندلی شو، هو په تاریخ کې او نن سبا دا کیسې موږ ته ځکه عجیبې ښکارې چې له کتاب سره مینه اوس تاریخ ته حواله شوې ده او موږ ته ډیر اهمیت نلري!

ځکه خو یوچا یوه ټوکه کړې وه او هغه زموږ له موجوده حالت سره بیخي سمه ده وایې: که دکوم شي د خوندي ساتلو نیت لرې نو په کتاب کې یې کیږده ځکه موږ نن سبا هغه امت ګرځیدلي یو چې دکتاب دخلاصولو له کار نه لیري یو .

 

البته له کتاب سره مینه په موږ مسلمانانو او ختیځوالو کې نشته لویدیځوال داسي ندي هغوی له کتاب سره بیخي زیاته مینه لري، که تاسو چرته د سفر په مهال د هوايي ډګر په انتظار ځای کې ناستو خلکو ته ځیر شئ چې کوم سورمخی انسان وینئ هغه به یا کتاب په لاس کې نیولی وي او یابه یې لیپ ټاپ په ورنو اېښی وي، او دا نور به حیا دي وي د بازاري غواو په څیر په خوراک بوخت وي، سنډویچونه به نغړي او چایونه به شړپوي. موږ د خپلو اسلافو په اړه اوریدلي دي چې هغوی به په لاره روان وو کتاب به یې مطالعه کاوه، دناروغي په حالت کې به یې بل چاته وویل چې کتاب راته وایه او… خواوس داکیسې زموږ په ټولنو کې زړې شوي دي او اوس په داسې ځایونو کې کتاب کتونکي ته په تعجب سره کتل کیږې.

په لویدیځ کې تر ټولو مخکي د ماشومانو لوست او معلوماتو پراخولو ته ډیره توجه کیږې د الفکر العربي او المرکز العربي په نومونو مؤسساتو د لویدیځوالو او ختیځوالو د کتاب لوست په اړه پرتلییزه سروې کړي ده دیوې سروې له معلوماتو سره سم دامریکا په متحده ایالاتو کې په یوه کال کې د ماشومانو له پاره 13260 کتابونه لیکل کیږې او چاپ کیږې، په برتانیه کې 3837 کتابونه، په فرانسه کي 2118 کتابونه، او په روسیه کې 1458 کتابونه. د همدې څیړنو پراساس ویل کیږې چې دختیځ اوسیدونکي شل کسان په کال کې یو کتاب مطالعه کوي او یو برتانوی په کال کې اووه کتابونه مطالعه کوي او یو امریکایي په کال کې یولس کتابونه مطالعه کوي یعني یو برتانوی له موږ نه ۱۴۰ برخې او یو امریکايي له موږ نه ۲۲۰ برخې زیاته مطالعه کوي. هلته چې کوم ماشوم ښووځي ته داخله کوي دلومړۍ لارښوونې په توګه هغه ته د نږدې عامه کتابتون کارت ورکول کیږې چې په هغه سره کولی شي له کتابتون نه کتابونه ترلاسه کړي.

د الفکر العربي په سروې کې یوه خبره زما له پاره ډیره دلچسپه ښکاره شوه او هغه دا چې په امریکا کې کوم کتاب چاپ شي له چاپ وروسته په دریو شپو کي په چین کې د هغه په ژباړه کارپیل شي، د ژوند او دژوند دموضوعاتو په اړه دکفارو په اړه قرانکریم وایې: یعلمون ظاهرا من الحیاة الدنیا. یعني په ښکاره ژوند هغوی ښه پوهیږې، زموږ آسیا میشت چینایان په دومره چټکي سره د هغوی تقلید کوي . د دې مطلب داده چې د بریالیو انسانانو سم تقلید کوونکي هم دبریالیتوب لاره نیولی شي او دا موږ د سرپه سترګو وینو چې چینایان نن په اقتصادي لحاظ خورا پرمخ روان دي. او دلته وروستۍ پایله دا ترلاسه کولی شو چې دوی په لوست او معلوماتو پراخولو کې دهغوی تقلید کوي.

دا سمه ده چې موږ شیندلی او جګړو ځپلی اولس یو د ژوند ډیر اساسات مو نړیدلي او شلیدلي پراته دي او په دې هم ټول باور لرو چې د دین او دنیا ټولې چارې په علم او پوهه برابرولی شو نو ایا که له کتاب او لوست سره مو دمینې دا روان جالت همداسي روان واوسي ایا کولی شو څه ترلاسه کړو اویا خپل هیواد او ټولنه ورغوو؟ نن سبا زموږ ډیر ځوانان او له مختلفو ریشتو سره تړاو لرونکي په انټر نیټ او د ټولنیزو وسایلو په ویب سایټونو کې بوخت دي تاسود دوی بوختیاو ته ځیر شئ، فیسبوک، ټویټر او نور ویب سایټونه وګورئ، فکر کوم ۵۰٪ سلنه په چټیاتو بوخت دي عبث او بېګټې کارونه او بوختیاوې لري ، پاتې برخه چې څه لولي دهغوی دخوښې شیان هم ګټور ندي، ځکه هغوی ټول دسیاسي موضوعاتو، لوبو او… مینه وال دي، سیاسي موضوعات نسبت علمي،فني، دیني او اصلاحي موضوعاتو ته بیخي زیاتې دلیوالتیا وړ دي. په سیاسي موضوعاتو کې هم رغوونکې هغه یې دومره د دلچسپي وړ ندي جنجالي او ناندرییزموضوعات یې ډیر مقبول دي، په یوه ویب سایټ کې د هرې جنجالي موضوع لیدونکې تر نورو ټولو موضوعاتو څو برخې زیات وي. دیوه ګوند یا شخص په اړه لیکنه له بل هرډول لیکنې زیات لوستونکي لري.

له کتاب او لوست سره مینه د هر علم او فن له پاره مهمه او اساسي دروازه ده که د دې دروازې په درشل پلونه کېنږدئ پوهه درباندي حرامه ده، راځئ له کتاب سره مینه وکړو، درانه پوهان او لیکوالان مو باید په خلکو کې دامینه پیدا کړي او کتاب او پوهې ته دي خلک راوبولي، داراز له نورو ژبو دکتاب راژباړلو کار باید بیړنی کړو څومره مو چې وس کیږې د نورو اولسونو پوهه باید خپلو خلکو ته په خپلو ژبو کې تیاره کړو. د انټر نیټ په ویب سایټونو کې شندلي ځوانان باید دکار او ګټې شیان ولولي او له وخت ضایع کولو او قتلولو ځانونه وژغوري. زموږ پیغمبر ته لومړۍ وحي د اقرأ (ولوله) په جمله سره پیل شوي ده مسلمان امت په تیر وخت کې د اقرا په امت سره یادیدی خدای دي وکړي زموږ داخبرې (داقرأ امت) په زامنو اوځوانانو ښه اغیز وکړي او څه ورنه زده کړي.

لیکوال: نعمان منلی، کالم: نښتر، نن ټکی آسیا

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د