نړۍ

بلوچستان: په مستونګ کې د بس چپه کېدو له امله ۱۳ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالي ېو مسافر وړونکی بس د یوه مني موټر سره وجنګېد چې له امله یې ۱۳ تنه مړه او په لسګونو نور ټپيان شوي دي.

په سیمه کې امنیتي ځواکونو (لیویز) رسنیو ته ویلي چې منی بس د موټر چلوونکي له کنټروله ووتی او له مقابل اړخ څخه د راتلونکي بس سره وجنګېد چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د پيښې قربانیان او ټپيان د کوټې ښار سیول روغتون ته رسول شوي دي او لږ تر لږه د ۷ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم دکال ۲۰۱۱ څخه هر کال په پاکستان کې شاوخوا ۹۰۰۰ ترافیکي پيښې د پولیسو سره ثبتیږي، چې په کښي شاوخوا هر کال۴۵۰۰ کسان وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x