افغانستان

اشرف غني کندهار ته ورسید

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): ولسمشر اشرف غني نن د شنبې په ورځ کندهار ته ورسید تر څو په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو څخه د افغان هوايي ځواک لپاره نوي امریکايي چورلکې تسلیم کړي.

د تیرې میاشتي سپتمبر پر ۱۹مه نیټه څلور امریکايي چورلکې بلیک هاکس (Black Hawks) د کندهار هوايي ډګر ته ورسیدلې تر څو د روسي چورلکو (MI-17) ځای ونیسي.

ټاکل شوې چې په راتلونکو کلونو کې به امریکا افغانستان ته ۱۵۹ ورته چورلکې ورکړي او هم به افغان ځواکونه د نویو چورلکو په استخدام وروزي.

اشرف غنی ته نیژدو سرچینو ویلي چې نوموړی به په کندهار کې د محلي چارواکو سره هم وګوري او د افغانستان زراعتي پوهنتون څخه به هم لیدنه وکړي.

ویل کیږي چې په کندهار کې د نوموړي د راتګ تر مخه کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x