جان مکین او خواجه اصف

خواجه اصف: جان مکین په تاریخ نه پوهیږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې اوس مهال د امریکا په رسمي سفر دی، د امریکا د کانګریس پر مشهور غړي «جان مکین» نیوکې کړي او ویلي چې هغه په تاریخ نه پوهیږي.

نوموړي وویل: «سناتور مکین د ویتنام جګړه پر افغانستان قیاسوي، «زه به ده ته له دې فورم څخه ور په یاد کړم چې ده په دې مقایسې ثابته کړه چې په تاریخ نه پوهیږي».

نوموړي په امریکا کې د سولې په انسټیوټ کې خبرې کولي کوم چې د امریکا د کانګریس په ملاتړ چلیږي او د امریکا د تینک ټینکونو (فکري مرکزونو) څخه یو بلل کیږي.

جان مکین د ویتنام په جګړه کې جنګېدلی پخوانی عسکر دی او اوس مهال د امریکا په سنا مجلس کې د پوځي کمیټې مشر دی، په پوځي چارو کې هغه ته ډیر احترام کیږي او د پاکستان د دوستانو څخه بلل کیږي.

د امریکايي رسنۍ «فرسټ پوسټ» په حواله په فورم کې ګډونوال ټول امریکایان د خواجه اصف په خبرو حیران شول ځکه چې په وینا یې جون ماکین تل د پاکستان ملاتړ کړی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له لوري ورباندي په خپل هیواد کې دننه داسي دروند ګوزار کیږي.

خواجه اصف وویل، د ویتنام جګړه د اولې ورځې څخه امریکا بایللې وه، هند، چین او فرانسه ډیر هوښیاران وه، هغوی امریکا ته د ویتنام یوه بایلونکې جګړه وسپارله او امریکا هم په لومړیو کې ډېره خوښه وه خو وروسته جګړه د یوې نیمې لسیزي لپاره ځیني اوږده شوه.

نوموړي وویل چې امریکا بیا په «کمپوډیا» او «لاس» هیوادونو کې ځکه بمبارۍ وکړې چې فکر یې کوی هلته د ویتنامي مقاومت کوونکی پناه ځایونه دي او په دې توګه جګړه اوږده او امریکا رسما وبایلله.

که چیري اوس هم د افغانستان د جګړې سره ورته چلند کیږي، نو امریکا به دا جګړه هم وبایلي او زیاته یې کړه چې له مخکې لا ما د ټرمپ د ستراتیژۍ په اړه خپل مخالفت څرګند کړی دی.

اصف وویل: په حقیقت کې امریکا له مخکې لا جګړه بایللې ده، او امریکایانو ته یې په مخاطب کولو سره وویل: «تاسو اوس صرف دا هڅه کوی چې هلته په یو رکم حالات کنټرول کړئ».

او زیاته یې کړه: په افغانستان کې به پوځي حل داعش او طالبان سره یو ځای کړي او دا به د افغانستان او سیمې لپاره په لوی ناورین بدل شي، مونږ په خپله سیمه کې دداسي یوه حالت متحمل نه یو، ځکه نو مونږ غواړو چې د امریکا سره په امانت او ژمنتیا همکاري وکړو».

نوموړي ادعا وکړه چې پاکستان یوازینی هیواد دی چې د تروریزم پر ضد جګړه کوي او دا جګړه پر بریا سره پر مخ روانه ده.

باید وویل شي چې په په تېرو دوه اونیو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف دا دوهم رسمي سفر دی چې امریکا ته یې کوي او په دواړو ځلو یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او جګړې په اړه او همداسي د امریکا د نوی ستراتیژۍ په اړه او هندوستان د زیات رول ورکولو په اړه سختي خبرې کړي دي.

نوموړي په یوه وینا کې وویل چې د طالبانو سره اړیکې لرل او پر هغوی اغیز لرل دوه بېل بېل اړخونه دي چې باید امریکا یې درک کړي، د طالبانو سره چین، ایران، روسیه او ډیر نور هیوادونه هم اړیکې لري او کیدای شي هغوی به پر طالبانو اغیز هم تر پاکستان ډېر ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د