افغانستان

ننګرهار: پاکستان یو ځل بیا د ډیورنډ پر کرښه د توپ ۲۸ ډزې کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د ننګرهار د والي ویاند وايي چې نن د شنبې په ورځ یو ځل بیا د پاکستان له لوري د ننګرهار ولایت پر نازیان ولسوالۍ د توپ ۲۸ مرمۍ ولګېدې.

نوموړي وویل چې نن تر غرمې مخکې پر ۱۱ بجې دغه ډزې پیل شوې او تر ۴ بجې ماځیګر پوري يې دوام وکړ، چې له امله یې تر اوسه د تلفاتو درک نه دی معلوم شوی.

باید وویل شي چې د تیرې پنجشنبې په ورځ په اچین ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري په توغل شوي هاوان یوه مېرمن ووژل شوه او کور یې تخریب شو.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي په وینا په تېرو درو ورځو کې پاکستان تر ۲۰۰ زیات راکټونه، هاوانونه او د توپ مرمۍ د اچین او نازیان پر ولسوالۍ را ویشتلي دي.

بلخوا پاکستان هم د تیري چارشنبې په ورځ وویل چې ددوی یو پوځي د افغانستان له لوري په توغول شوي راکټ لګېدلی او وژل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x