افغانستان

ولایتي شوراګانو ته ترسلو زیات نوماندان له نوملړه لرې کړل شول

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ولايتي شوراګانو د نوماندانو له وروستي نوملړه د یوسل شپاړلسو تنو نومونه ویستلي دي. د ټاکنیز قانون له مخې د ولايتي شورا نوماند باید تر پنځویشت کاله کم عمر ونه لري او حداقل له دوولسم ټولګي فارغ وي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي د دوه زره دوه سوه او پنځلس تنو د ښوونیزو سندونو، د هغوی د عمر او ور رسېدلو شکایتونو اړوند یې څېړنې کړي دي.
د یاد کمیسیون ویاند نادر محسني وايي  چې په ویستل شويو نومونو کې  یې نهه تنه  مېرمنې دي.
دا په داسې حال کې دی چې ټاکنو ته تر شلو کمې ورځې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close