د غزني استیناف محکمه - دطالبانو له برید وروسته

دعوه – لنډه کیسه

لیکوال

لیکوال: حشمت مجددي

خدایداد په خیرن سپین پلاستیک کي پراته اسناد د څارنوال مخي ته پر مېز کښېښول. څارنوال بد – بد ورکتل؛ د سپینو کالو د مخ له جېبه ئې خپلي توري کټبیني عینکي راوېستې. د عینکي دواړي ښيښې يې کوه کړې او پر سترګو يې کښېښولې.

اسناد يې د پلاستیک څخه راوېست، د لومړۍ ورقي دوې جملې ئې په تریو تندي ولوستلې، بیرته ئې اسناد ګډ وډ پلاستیک ته ور واچول، پر مخامخ زړې چوکۍ ناست ملازم ته يې ور ږغ کړل. ملازم د چایو ډکه پیاله د کړکۍ پر ژۍ کښېښول، په بېړه ور ولاړ سو د څارنوال د مېز څنګ ته ودرېد. وویل: امر څارنوال صیب …

اسناد يې ورکړ، وویل: نوموړی نفر دباندي د ښې خوا دریم نمبر د قاضي صیب شعبې ته وروله.

ملازم زړه پلاستیکي کڅوړه په انتظار ځای کي ناست کاکا ته ورکړه، د دباندي څخه يې د قاضي شعبه ور وښود. اندېښنه ئې ورو- ورو ډېرېده، ناهیلی دېوال ته ودرېد. پیاده ملازم ځیني ولاړ، پر پنځم قدم ئې ملازم ته د مامور په نامه ور ږغ کړه؛

مامور صیب !

د څارنوال سره کتلای سم؟

پیاده وویل: هغه وخت نه لري، ځیني رهي سو.

خدایداد بیا ور ږغ کړه؛ مامور صیب … مامور صیب … اسناد مي قانوني دي. ملازم شعبې ته ور څخه ننوت.

خدایداد د څارنوال د شعبې مخي ته پر ګینه اوږده فلزي چوکۍ کښېناست، پر چپه لاس تړلي ژړ راډو ساعت ته يې وکت. د ساعت کوچنۍ ستن پر دوو ولاړه وه، غټه ستن يې دېرش ته نږدې وه. د صدرۍ د بغل له جېب ئې کوچنی سور او زرغون دسمال راوېست، پر تندي يې بهېدلي خولې پاکي کړې. سوړ اسویلی يې وېست. ولاړسو!
د دهلېز څخه دباندي ووت. پر لاري يې د ولاړ ځوان څخه د قاضي د شعبې وپوښت.؟ ځوان مخامخ اسماني دروازې ته ګوته ونیول.

خدایداد پر دروازي لیکلي (بغیره اجازې ننوتل منع دي) نه پوهېده، بېله ټکولو شعبې ته ورننوت.

قاضي د ګڼو قاضیانو سره مجلس اچولی وو، ګردو سترګي پر راوېستې. قاضي په قهر سو، پر کاري مېز ئې د زنګ وهلو پر سپین سویچ د شهادت ګوته کښېښودل. څنګ ته ئې لرګینه سره دروازه خلاصه سوه. ډنګر ببر سری سړی ځیني راووت، قاضي په قهرجنه لهجه ورغبرګه کړه؛ د ولاړ حاجي صیب څخه اسناد او ټلیفون نمبر واخله، دی رخصت کړه.

خدایداد د قاضي خبره پرې کړه، وویل: څارنوال راولېږلم، اسناد مي قانوني دي، دعوه مي ګټلې یوازي د څارنوال او قاضي لاسلیکونه پاته دي. قبضه سوې ځمکه مي بیرته لاسته راوړه.

قاضي ته مخامخ دفتري ټلیفون وشرنګېد، ګوښۍ ئې غوږ ته کړه.

هیلو!

شېبه وروسته قاضي وخندل، وویل: سمه ده، څو؟ وې موسل، لږ ندي؟ پر سترګو څارنوال صیب. د ټلیفون اړیکه پرې سوه.

قاضي، حاجي صیب ته وویل:

څارنوال صیب وو، کار دي بېله ستونزي خلاصیږي، خو لږ سر خلاص کړه.

په مینه او ادب

۱۴/تله/۱۳۹۶

ساعت: ۱۲:۲۴ بجې

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د