دیني، سیرت او تاریخ

دشیطاني قوتونو په مقابل کې دوجدان غږ

ليكوال: محفوظ

دنړۍ دخاورینې کرې په سر چې هر ډول جنګونه او شخړې کیږي، دا ډول جنګونه دانسان دوجود دننه هم کیږي، توپیر یې دادی چې دنړۍ پرمخ دهرجنګ دواړه اړخونه تل له بل جنک نه جدا وي، دوی دبیلابیلو اهدافو لپاره جنګ کوي، خو دانسان دننه جنګ دحق او باطل ترمنځ پېښیږي.

شیطاني قوتونه دانسان په وینه وینه کې غځیدلي، په هره ممکنه لاره او موقع کې چریکې حملې کوي، ددې په مقابل کې وجدان دالله لخوا په انسان کې موجود دی چې تل دباطل پر ضد په انسان کې فعالیت کوي، نه پریږدي چې شیطان انسان دباطل تورې کندې، نفس، هوس تابع کړي، هغه څوک چې دوجدان غږ ته تل لبیک وایي، وجدان یې کامیاب وي.

دانسان په مغز کې کله کله عجیب باطل فکرونه ایجادیږي، چې دیو نامعلومې خوا نه په داسې توګه بل غږ (وجدان) په مغز کې غزونې کوي چې هماغه باطل فکر دماتې توګه ورو ورو خپل یاداښت دانسان له مغز نه پاکوي،
یعنې:

کله که فکر وشې، مونږ چې دنیا کې دومره تقوا اختیار کړي، د دونیا له خوندونو مو ځان ساتلی، تل مو وخت په عبادت تېر کړی، که مړه شو ارمانجن به وو، یعنې دارمانجن لفظ دمرګه وروسته بیا ژؤندون معنا ورکوي، باطل فکر نور دوام ونشي کړای، سمدسې فکر په وجداني ایماني فکر بدلیږي چې که مړۀ شو، کومو کسانو چې له دونیا محروم کړي یو، هلته به ورسره عدالت کیږي، موږ ته باطل سوچ پرحق بدلوي یعنې بل جهان هم شته، دا چې بل جهان شته، عدالت، جنت، دوزخ، سزا شته.

ددې ټولو په روښانه کیدو سره دمغز مکمله بڼه ایمان بېرته له باطله ونیسي یعنې دجنت، دوزخ…له راڅرګندیدو سره انسان ته بېرته معلومه شي چې دهغه نیک کار، تقوا، عبادت بدل به په ډېر ښه عدالت درکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x