Ardu maray

ننګرهار : په خوږياڼو او شیرزادو کې اتلس عسکر ووژل وشول

طالبان وايي ملګرو يې نن د سهار له نهو د مازیګر تر پنځو بجو د ننګرهار د خوږياڼواو شیرزادو په ولسوالي کې  جګړه کړې ده، د افغان دولت له خوا په یاده سېمه کې د عملیاتو پرنامه څوموټریز کاروان په لاره و،چې سېمې ته په رسېدو د سړک د غاړې ماینونو او مخامخ جګړې سره مخ شول.  د خوږياڼو اړوند د هاشم خيل، ممله، تکيا، اريباپايه، نوکړخيل، ډنډو، ګړه باوي او سره کلا سيمو کې شپږ افغان عسکر مړه، نهه نور ټپیان او د یورنجر په شمول دوه زغروه وال ټانګونه ویجاړ شوي دي.

د سيمي د عیني شاهدانو له قوله له غرمې لږمخکې د شیرزادو د ګندومک، کولالان، ظريف کلا، ملکانوکلا او د ولسوالي له مقرسره سخته جګړه ونښته چې طالبانو پکې د دوولسو عسکرو د وژل کېدو او د دوه زغره وال ټانګونواو یو رنجر د تخریب خبره کړې ده.

افغان چارواکي په سېمه کې جګړه مني خود تلفاتو اړوند يې تراوسه څه نه دي ويلي. دا اوږده یو ورځنۍ جګړه د هېواد په نسبتاً ارامه ولایت کې په داسې حال کې کېږي چې دهېواد ولسمشریزو ټاکنو ته تر درې اوونۍ کم وخت پاتې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د