ولې په درود شریف کې یوازي د ابراهیم علیه السلام نوم ذکر شوی دی!؟

لیکنه: فرمان الله نجرابوال

ولي د نورو انبیاو نوم نشته؟

که تاسو دپورتنۍ پوښتنې ځواب دا ورکوئ چی ابراهیم علیه السلام یو له پنځو اولو العزم انبیاؤ علیهم السلام څخه دی .

بیا پوښتنه داده چې أولو العزم خو پنځه تنه دي ولې إبراهیم علیه السلام په یادلو کې ځانګری شوی ولې عیسی علیه السلام، جدنا نوح علیه السلام، موسی علیه السلام دوی هم أولو العزم دي خو بیا هم د دوی نوم په درود کې موږ نه یاده وو!؟

همداراز په شپه ورځ کې پنځه لمونځونه دي موږ په هر لمانځه کې د ابراهیم علیه السلام نوم اخلو او دغه راز غوره درود هغه دی چې موږ یې په هر لمانځه کې ولولو! هغه درود دا دی: اللهم صلی علی محمد وعلی آل محمد کما صلیت علی إبراهیم وعلی آل إبراهیم إنک حمید مجید .

آیا کومه ورځ مو له ځانه پورتنۍ پوښتنه کړې ده او د ځواب په لټه کې وئ!؟

راشئ ! ددې پوښتنې ځواب په قرآن مجید کې شته او ډېره اسانه ځواب یې دی خو د هغه چا لپاره چې قرآن شریف په تدبر او تفکر سره لولي.

په سُورَةُ الشُّعَرَاء : 84 نمبر آیات کې راغلي”

وَاجْعَل لِّى لِسَانَ صِدْقٍ فِى الآخِرِينَ”

ژباړه : او په وروسته نسلونو کښي رښتيا نومياليتوب را په برخه کړه.

په یاد سورة کې ابراهیم علیه السلام دعا کړې ده او الله جل جلاله یې دعا قبوله کړې ده او ددې دعا قبلیدا نتیجه همدا ده چې په درود شریف کې خاص د ابراهیم علیه السلام نوم یادوو او دنورو انبیاؤ علیهم السلام نوم نه یادیږي.!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د