افغانستان

مومندره کې امریکایان د قیمتي ډبرو په استخراج بوخت دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې امریکایانو د قیمتي ډبرو استخراج پیل کړی.

له کابله خپرېدونکې ویسا ورځپاڼه لیکي چې سیمې ته پرمختللي تخنیکي وسایل رسیدلي دي او د قیمتي کاڼو ایستل روان دي.

یادې ورځپاڼې ته د سیمې خلکو ویلي چې د کانونو د را ایستلو لپاره سیمې ته پرمختللي تخنیکي وسایل پخپله امریکایانو راوړي.

ورځپاڼه د خپلې سرچینې په حواله زیاتوي چې د امریکایانو لخوا له کانونو څخه د قیمتي ډبرو د رایستلو کار له یوې مودې راهیسې روان دی.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې د مومندرې ولسوالۍ د قیمتي ډبرو کان څومره مالي ارزښت لري او امریکایانو ترې څومره قیمتي ډبرې ایستلي دي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د طبیعي زیرمو او کانونو، چې د ملت شتمني بلل کیږي، استخراج ته د امریکایي ځواکونو توجه ډیره شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ما او زما په شان ډیرو ورونو دا ویلی چه امریکا زما له غمه نه مړه چه ماته له جنګه او تروریزمه خلاصی راکړی بلکه زما د سر قاتل او د هیواد د زیرمو دغلا په خاطر او زما د ټاټوبی څخه د منځنی اسیا د مقابلی په خاطر د سنګر جوړولو په خاطر راغلی ده ، سیاسیون ی ښه پوهیږی خو یا یی د خپلو ګټو په خاطر ځانونه غلی کړی یا هم بیچاره ګان دی په توان یی خبره په ډاګه کول او غږ پورته کول نشته .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x