افغانستان

د ناټو پوځي تجهیزیات باید پاکستان ته ورنه کړل شي – خلیلي او داود زی

د افغانستان د ولس مشر حامد کرزي دوهم مرستیال ښاغلي محمد کریم خلیلي نن وویل چې په افغانستان کې د ناټو میشت ځواکونه خپل دوتلو وروسته پوځي تجهیزات له منځه وړي، او یاېې نورو هیوادونو ته ورکوي، هغوی باید داسي ونه کړی، بلکې دغه تجهیزات افغانستان ته باید ورکړي.

د افغانستان اسلامي اژانس د راپور سره سم خلیلي د افغانستان د ملي نظامي اکاډمۍ څخه د شپږمي دورې د فارغینو په غونډه کې وینا کول ، او وویل چې زمونږ فوځ به دا وړتیا ډیر ژر ولري چې د ناټو د تجهیزاتو څخه ګټه پورته کړي، او هغه په سمه توګه وکاروي.

بل خوا د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داود زي چې په همدې غونډه کې خبري کولې، ویلي چې بهرنیان خپل فوځي تجهیزات له منځه وړي، او یايې نورو هیوادونو ته ورکوي، دا د هغوی ډېره مایوسه کونکې پرې کړه ده، چې ناټو او امریکا باید نظر ثاني باندي وکړې.

د یادوني ده چې بهرنیانو خپل د هغو فوځي او غیر فوځي تجهیزاتو او آلاتو د خرڅولو او یا تخریبولو هوډ کړی، کوم چې دوی د افغانستان څخه نه شي انتقالولای، او همداسي یې ډېر شمېر د ګاونډي هیواد پاکستان سره وعده کړي، چې هغوی ته به یې سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x