شعـــــرونه

د غـرور جـام…

هـمـت بـدري

هر یو مغرور ته د غرور جام مو په سر ورکړی

هر یو ګذار ته مو د نر غوندې ټټر ورکړی

هر یو ښامار چه اراده زمونږ دچیچلو کړې

هر مؤمن خان مو ورته نیغ په خوله خنجر ورکړی

مونږ هغه نه یو چه سربایلو سرساتلی نشو

هم مو خپل سر ساتلی هم مو خپل ځیګر ورکړی.

مینه مو زده ده مونږ دمینې په راز ښه پوهیږو

مونږ د پتنګان په شان لمبو ته مو وزر ورکړی

لکه زرګر د زرو قدر را ته ښه معلوم دی

لعل مو په لعلو او جوهر مو په جوهر ورکړی

بدري همته مونږه هر جابر ته ښه معلوم یو

په سربازۍ کي امتحان مو په ډګر ورکړی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x