تر امریکايي یرغل ۱۶ کاله وروسته

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

نن د تلې ۱۵ مه په افغانستان د امریکايي وحشیانه یرغل له ۱۶کلیزې سره برابره ده.

په همدې ورځ متمدنو امریکایانو د انسانیت او قانون د ټولو منل شویو مقرراتو خلاف زمونږ د هیواد پر سپیڅلي حریم یرغل وکړ.

امریکایانو دا یرغل ظاهرا په افغانستان کې په اصطلاح د تروریزم له منځه وړلو، قانون پلي کولو او افغانستان جوړولو په پلمه وکړ.

خو نن چې له هغې ورځې پوره ۱۶ کاله تیر شوي په افغانستان کې د موجود ناورین په دوام سره د یرغلګرو امریکایانو پلمې او دروغجنې ژمنې هرچاته ښې جوتې شوې.

نن مونږ د افغانستان د اشغال په قیمت په هیواد کې ددوی په اصطلاح د یوې تروریستي ډلې د شتون په ځای د امریکایانو د اعتراف له مخې د ۲۲ تروریستي ډلو د موجودیت شاهدان یو.

د قانون پلي کولو پر ځای مو داسې نظام پر ولس تپل شوی چې اساس یې د هیواد داساسي قانون خلاف ښودل شوی ، او د هیواد بیارغونه مو داسې مرحلې ته رسیدلې چې د شورویانو له اشغاله جوړې را پاتې شوې جونګړې مو د امریکايي B52 لیزري بمونو په وسیله له منځه وړل کیږي.

په سلګونو زره ځوانان مو د فقر او بیکاري له وجې د اروپا په سمندرونو کې غرقیږي ، په سلګونو زره نور د هیواد په داخل کې په نشه یي توکو روږدي کیږي او ډیر نور د جګړو او نا امني له لاسه په کور د ننه کې د کور کلي پریښودو ته اړیستل کیږي.

کوم چارواکي چې د روڼ اندو او مسلکي کدرونو په نوم پر ولس تحمیل شوي هغوي له ولس سره د سالم انساني تعامل پر ځای د وحشي درنده ګانو په څیر یو پر بل خولې لګوي، یو د بل غوږونه خوري او یو پر بل نامشروع تجاوزات کوي.

د اشغالګرو تر حمایت لاندې د دې وحشي صفته چارواکو په واکمنۍ کې افغانستان د نړۍ په کچه نا امنه ، د نړۍ په کچه فاسد، د نړۍ په کچه د نشه يي توکو صادروونکی، د نړۍ په کچه نیستمن ، د نړۍ په کچه وروسته پاتي او د نړۍ په کچه د قانون تر پښو لاندي کوونکی هیواد دی.

افغانان نن په داسي حال کې د امریکايي اشغال له ۱۶کلیزې سره مخ کیږي چې ولسمشر یې په هیواد کې د ټول ګټو پروژو د پرانستلو په ځای له اشغالګرو امریکایانو څخه د خپلو هیواد والو د وژلو لپاره د (بلک هاک) هلیکوپټرو د تسلیمي لپاره سفرونه کوي.

د اشغال د کلیزې په ورځ له اشغالګرو څخه د افغانانو د وژلو لپاره د جنګي څرخکو تسلیمول د دې ښکارندويي کوي چې اشغالګر دلته یواځې د افغانانو د وژلو او د هغوي د استقلال او خپلواکي د سلبولو لپاره راغلي دي.

ځکه افغانان مجبور شوي له خپل هیواد څخه د دفاع په خاطر له اشغالګرو سره مقاومت وکړي او هغوي ته د توري او توپک په زور هغه درسونه وریاد کړي کوم چې تر دوئ وړاندې یې پخوانیو شورویانو او انګریزانو ته ورکړي دي.

په دې دفاعي مقاومت کې د افغان مسلمان ولس د بریالیتوب په هیله



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.