افغانستان

د جلال اباد ولايت پر مقام او عسکري مرکزونو سخت وسلوال بريدونه روان دي

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې، نن سهار وختي د جلال مرکز اوله حوزه کې د دوی څو تنو سرتېرو ملګرو د ولايت پر مقام او نورو مهمو پوځي تاسيساتو قوي وسلوال بريدونه پيل کړي چې، تر اوسه هم روان دي.

مجاهد زياتوي چې، لومړي سرتيري بريدګر د اولې حوزې د نظام قراول پر دروازه د موټربم په واسطه سرتيری بريد وکړ او نورو سرتيرو ته يې لاره خلاصه کړه او پاتې سرتيري دغه پوځي مرکز ته ننوتل.

 

عيني شاهدان وايي چې، له سيمې اور او لوخړې پورته کيږي او اوس هم سخته جګړه روانه ده. رسنۍ وايي چې، تر اوسه شپاړسو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو وسلوالو طالبانو تر دې دمه د پيښې جزئيات ندي خپاره کړي. د پيښې په اړه د نورو جزياتو لپاره نن اسيا سره اوسئ

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x