نظــر

له را خوشي کېدو وروسته مینه والو ته – د نظرمحمد مطمئن پېغام (بشپړ متن)

نظرمحمد مطمئن

بسم الله الرحمن الرحیم

ټولو قدرمنو مشرانو، ملګرو، دوستانو، پلویانو، همفکرو او د ازاد فکر څښتن افغان ولس ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

د مخلوقاتو د خالق، رب العلمین، الله عزوجل ثناء او صفت یادوم او ډیر زیات شکرونه کاږم.

د الله ج په نازولي او محبوب پېغمبر محمد صلی الله علیه وسلم درودونه وایم.

زه له خپل رب څخه ډیر راضي یم چې په دي سخته ازموینه کې یې ماته، زما کورنۍ ته، زما مشرانو، ملګرو او دوستانو ته صبر او زغم را په برخه کړ.

ډیری ماته منلي مشران مې راپسي سرګردانه وو، ډیری ځوان ملګري مې لا لهانده وو، او ډيری دوستان او پلویان او د هغوی د کورنیو غړي مې زما او او زما د کورنۍ په غم کې راسره شریک وو، هر یوه یې د خپل وس او توان مطابق هڅې، کوششونه او دعاوي کړي.

ما کله هم په زندان کې ځان یواځي نه دي احساس کړی، او په ټول یقین سره مې منلي وه چې زه او زما کورنۍ یواځي نه ده ، او په دې سخت امتحان کې مې کله هم ځان ګوښی ونه ګاڼه، پوهیدم چې زما مشران زما د خلاصون ګړندۍ هڅې کوي، زما ځوان ملګري ناستې کوي او زما د خلاصون لپاره په بېلابېلو لارو فکر کوي، زما ملګري/دوستان او پلویان په حرمینو شریفینو، مدارسو، مساجدو او کورونو کې زما د خلاصون لپاره نوافل، تلاوت او دعاوي کوي.

هغه محترم مشران/ ځوانان/ ملګري  او دوستان چې زما د خلاصون لپاره یې په کابل کې ډیرې دروازې وټکولي او هغه دوستان چې د دوی اواز ته یې هو وویله او مرسته یې کړي، اوږد نوملړ دي، چې د ټولو او یا اکثرو د نومونو یادونه د پېغام د اوږدیدو لامل کیږي، او همدا ښه  ګڼم چې قدرمن مشران/ ځوانان، ملګري او دوستان یې یاد کړم.

زه له ګردو هغو میندو او خویندو څخه مننه کوم چې په دغه سخت حالت کې یې د یو افغان زوی او ورور په صفت زما په حق کې د الله عزوجل دربار ته لاسونه لپه کړل او زما د خوشي کیدو سوالونه یې وکړل. پروردګار جل جلاله دي زموږ دغه غیرمتنې، پتمې افغان میندي او خویندي عزتمنې لري.

زه له ټولو هغه مهاجرو او مسافرو افغانانو په ځانګړي ډول مننه کوم چې په سعودي عربستان، اماراتو، عربې هیوادونو، پاکستان، ایران او تاجکستان کې یې زه یاد وم، زما او زما له کورنۍ سره یې ځان په غم کې شریک ګاڼه.

زه په اروپا، امریکا او روسیې کې د ټولو هغه افغان مشرانو او دوستانو منندوی یم چې زما په زنداني کیدو خواښیني وو، او په کابل کې له ملګرو سره یې خپلې مشوري شریکې کړي او د مرستي ټټر یې وهلي وو.

قدرمنو! په هیواد کې مو ۴۰ کلنه جګړه شوې، او په هیواد کې سولې ته د رسیدو لپاره اړتیا ده چې په لسګونو کلونه موږ کار وکړو، لله الحمد موږ ملګرو په دي برخه کې ښکاره لاسته راوړنې درلودلي او د ډیرو کلونو مزل مو په لږ وخت کې وواهه.

زه او ملګري مې سولې ته د رسیدو او جګړې ختمیدو په هڅو کې ستړي شوي نه یو، او نه به له دي وروسته ستړي شو، او له خپلو هڅو او کوششونو څخه راضي یو.

موږ به په پوره حوصله مندۍ سره  سولي ته د رسیدو او ناوړه تعصبونو له منځه وړلو لپاره کار کوو، او په دي لاره کې به قرباني ورکوو. کله به هم د ستړیا او مایوسي احساس ونه کړو، او له ګرانو  هیوادوالو هم غوښتنه لرو چې په دي پاکه او سپيڅلې مبارزه کې موږ یواځي پري نه ږدي.

زموږ مقدسات به هغه وخت ډیر ښه خوندي وې چې په هیواد کې سوله وي، زموږ افغان دودونه به هغه وخت ساتلي وي چې دلته سوله وي، زموږ مشران به هغه وخت عزتمند او د وقار څښتنان وي چې دلته سوله وي، زموږ د میندو او خویندو اوښکې به هغه وخت ودريږي چې جګړه ختمه او سوله راشي، زموږ نازولي ماشومان او نجوني د باروتو له ناوړه بویه سوله خلاصولای شي، او زموږ ځوان استعدادونه به هغه وخت د ارام احساس وکړي چې په هیواد کې سوله راشي، سوله به زموږ د ګران افغانستان د اقتصادي ودې لپاره اساسي زینه وي.

تمه لرم چې د سولې په برخه کې افغان کهول بیړني او اساسي قدمونه واخلي، تر څو داسي ورځ هم ولرو چې زندان مو د ښوونځي / مدرسې او پوهنتون بڼه غوره کړي.

په پای کې ستاسي ټولو څخه یو ځل بیا مننه او کور ودانی مو وایم، په دعاو کې مې یاد ساتئ او الله جل جلاله  دي موږ ته استقامت را په برخه او له انحراف څخه وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمال

ديرسلامونه ديرمحترم مطمئن صيب او دده كورني ملكرو او همفكره ته السلام عليكم. يقينا دخوشحالي زاي دي جي انجنيرصيب الله باك دظالمانو دزندان نه خلاص كره. الله باك دي تول ملكري فه خاصه توكه انجنيرصيب نور د مصيبتونو و. افتونو وساتي. دانوي نوي خبره نه جي طاغوتي فوتونه دي دظلم فه مت داسي كارونه ترسره كري تاريخ كواه دي داكارونه فه توله نري اوزمونز فه هيواد فخوا ترسره شوي او روان به وي. مكر هغه اشغالكر اوددوي داخلي ملكري دي بياد وساتي جي مطمئن نيول دمطئمن سوج فكر او داعيه هيسوك اوهيسكله سوك نه شي بندي كولي. دمطمين فكر دتولو… نور لوستل »

شمس الرحمن عزیزی

چیاب محترم مطمئن صاحب ته ، دده کورنی ،دده ملګرو او دده همفکرو دزړه له کومی نه السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته ډیر دی خوشخالۍ ځای ده چی ګران مطمئن صاحب د ظالمانو او ستمګرو له زندانه را ازاد شو الله تعالی دی ده ته او خاصته دده ټولو همفکرو ته د خیر او عافیت ژوند ورنصیب کړی انجنیر صاحب ډیر اسلام فکره په مسلمان باندی زړه خوږونکی او افغانانو ته دښه ژوند غوښتونکۍ انسان دی چی هر وخت یی په افغانستان کی دافغانانو د هوساینۍ او دارامه زوند کولو دپاره ناارامه وو یقیننا چی انجنیر صاحت دسولی لپاره ډیر… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مونږ هم په خپل وار دروند او ملګری ورور مطمن صاحب او د هغه درنی کورنی، دوستانو او خپلوانو ته د دجالی خونړی منګولو څخه د هغه د ژغورنی مبارکی او ښه راغلاست وایم. مونږ یی په اړه د مبارکی پیغام به نامه یوه لیکنه هم نن ټکی اسیا ته لیږلی الله ج دی وکړی چه د نشرولو وخت او وړتیا ولری . به دی کوچنی تبصره کی هم د زړه هغه تڼاکی ماتوو او د زړه بړاس باسو چه د دروند او مجاهد ورور مطمن صاحب د دغه دوه میاشتو او څلورو ورځو زندان له امله یی ټکیدلی او… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x