لندن: یوه موټر چلوونکي خلک په موټر ووهل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): نن د شنبې په ورځ د لندن په یوه سیاحتي سیمه کې یوه موټر چلوونکي پر لاره روان پلې خلك په موټر وهلي دي، چې له امله یې یو شمېر کسان ټپيان شوي دي.

پېښه د ساوت (جنوبي) کوفینګټون سیمه کې يوه تاریخي میوزیم ته نیژدې را منځته شوې او پولیس وايي چې موټر چلوونکی یې نیولی دی.

پولیس وايي چې پېښه ترافیکي ده، خو دوی د موټر چلوونکي د نیت معلومو په خاطر د هغه سره تحقیقات پيل کړي دي.

برتانوي رسنیو د پيښې له ځایه د پولیسو انځورونه خپاره کړي چې موټر چلوونکی له موټره را ښکته کوي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د لندن ښار په مختلفو برخو کې د موټر په واسطه خلک په قصدي ډول په نښه شوي دي چې له امله یې مرګ ژوبله هم اړولې ده. چې تر ټولو خونړۍ یې د مارچ میاشتې پر ۲۲مه پارلمان ته نیژدې وه، کله چې یوه کس خلک په موټر او چاړه وهنې سره ۶ کسان ووژل او ۵۰ يې نور ټپیان کړل.

د جون میاشتې پر ۳مه نېټه د شنبې په ورځ هم په لندن کې پر یوه پله باندي یوه کس خلک په موټر ووهل او بیا یې په چړو برید وکړ چې له امله یې ۶ کسان ووژل شول او نیژدې پنځوس یې نور ټپیان شول.

له هغه وروسته د جون پر ۱۹مه نېټه یوه کس د مسلمانانو څخه د غچ اخیستنې په خاطر د یوه مسجد مخته خلک په موټر ووهل چې له امله یې یو شمېر کسان ټپيان او د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د