پېښور: د کارخانو په دوکانونو کې اور لګېدلی دی / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): نن د شنبې په ورځ ماځیګر مهال د پيښور ښار د کارخانو په دوکانونو کې اور ولګېد او تر اوسه هم بل دی.

د پاکستاني رسنیو په وینا تر اوسه یو شمېر دوکانونه سوځېدلي دي او اور لا نه دی مړ شوی، خو سیمې ته د ژغورنې او اور وژنې ادارې ۴ موټر رسیدلي او د اور په وژلو بوخت دي.

تر اوسه د ځاني او مالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د