په جرمنې کې د امارات ایرلاین الوتکې خطرناکه ناسته / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د امارات ایرلاین غټې الوتکې «ایرباس – A 380» د جرمني په «دوسلدروف» هوايي ډګر کې د شدیدی هوا له وجي خطرناکه ناسته کړې او ویډیو یې په ټولنیزو پاڼو کې خپره شوې ده.

دغه ویډیو چې د جرمني رسنیو هم په پراخه کچه خپره کړې، په کښي ښکاري چې الوتکه د تیزي هوا له وجې نیژدې ده چې له ځغاست لیکې څخه ووزي خو پيلوټ یې په کنټرول وتوانیږي .

باید وویل شي چې ایرباس A 380 وزن د کښته کېدو پر مهال ۳۹۱ ټنه وي او پر ۲۲ پایو باندي کښته کیږي. په دغه الوتکه کې ټول ټال ۸۵۰ کسان سفر کولای شي.

ویډیو:



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.