سعودي: په جده کې د ملک سلمان پر قصر برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): د سعودي په جده ښار کې د دغه هیواد د باچا ملک سلمان پر قصر وسلوال برید شوی دی.

تر اوسه سعودي رسنیو او نه هم چارواکو په دې اړه څه ویلي دي، خو په ټویټر کې نشر شوي خبرونه او انځورونه نشر شوي چې د ملک سلمان پر «السلام» قصر باندی وسلوال برید شوی او پولیس د یوه بریدګر په وژلو توانیدلي دي.
په ټویټر کې د سعودیانو له لوري په ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوي چې د ملک سلمان د قصر دوه تنه ساتونکي هم وژل شوي دي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ډېر وخت وروسته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر تایید کړ او ویې ویل چې یو وسلوال بریدګر او دوه ساتونکي وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت هم وروسته خبر تایید کړ او ورته معلومات یې ورکړل.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د