fbpx

د ښوونکي صفات

الهام خراسانی

په اسلامي ټولنه کې دښوونکي دلوړې مرتبې او فضيلت لپاره هم دومره بس دی چې زموږ خوږ پيغمبر ﷺ خپل ځان امت ته دښوونکي په جامه ورپيژني.

لکه چې فرمايې ( انما بعثت معلما)

ښوونکی داسلامي ټولنې هغه وګړی دی چې دده په اصلاح ټولنه مصلحه او دده پر فساد ټولنه مفسده ګرځي .

ځکه ښوونکی دټولنې د وګرو پر ازهانو ځانګړی حکومت کوي نو که خدای مه کړه ښوونکی ناقص او کمزوری وي ټولنه به له فکري شکست سره لاس او ګريوان شي اوکه ښوونکی کامل او ځواکمن وي ټولنه به دبريا اوکاميابۍ په لور روانه وي.

داسلامي ټولنې ښوونکي بايد لاندې صفاتو ته جدي توجه وکړي او پر ځان يې عملي کړي.

لومړی اخلاص:

ښوونکي ته پکار ده چې له خپلو شاکردانو سره دومره اخلاص ولرې څومره چې ده له خپل استاد طمعه لرله
ځکه دتعليم او تعلم سلسله په روحانيت ولاړه ده او دروحانيت بنسټ اخلاص دی. له همدې وجې امام بخاري رحمه الله دخپل صحيح په سر کې دسهي نيت او اخلاص په اړه لومړی حديث داخلاص راوړی.

دويم شفقت:

ښوونکي ته پکار دي چې شاګرد ته دخپل بچي په نظر وګوري، لکه امام ابويوسف رحمه الله فرمايې استاد دې له شاګرد سره داسې رويه وکړي چې څوک يې وګوري يقین پرې وکړي چې دايې خپل بچی ده.

دغسې امام مسلم رحمه ﷲ وايې چې د ژوند تر پايه مې خپل شاګرد په څپېړه هم ندی وهلی.

هغه څه چې په شفقت او ترحم سره کيږي دهغې کړنه بيا په سختۍ او وهلو سره ډيره لرې خبره ده .

ډير کرته سختي پر ځای ددې چې له شاګرد عالم جوړ کرې له علم څخه محرومه کړي ځکه خو اللهﷻ خپل رسول ﷺ ته وايې کچيرته ته سخت زړی او توند وای دا صحابه کرام به درنه ګير چاپېره خواره شوي وای .

دريم خير خواهي:

مانا دا چې دشاګرد دژوند هر اړخ ته ښه پاملرنه وکړي او مفاد يې درک او ور په ګوته کړي، کله چې پر دې وپوهيږي چې ددې شاګرد فايده د هغه ملا په درس تر ما زياته ده نو بيا دې د خپل شهرت او دشاګردانو دتعداد زياتولو لپاره له ځان سره نه حصاروي اوهغه ملا ته د ورتګ مشوره ورکړه .

لکه سفيان بن عيينه رحمه الله فرمايې چې اول هغه کس چې له مانه يې محدث جوړ کړ امام ابوحنيفه رحمه الله دی وای کله چې زه کوفې ته راغلم شاګردان مې نه و .

امام ابوحنيفه رحمه الله خپلو شاګردانو ته وويل چې دعمرو بن دينار داحاديثو حافظ راغلی ورشئ استفاده ترې وکړئ وايې له دغه وخته له مانه داحاديثو روايات شروع شوه.

نور بيا……

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د