zabul1212

زابل: د امنیت آمر په یوه مخامخ برید کې سخت ټپي شوی

نن سهار شاوخوا شپږ بجې د زابل ولایت  پر امنيې قومانداني د یوتن وسله وال له خوا مخامخ برید وشو،چې  دولتی چارواکي د یو پولیس د ټپی کېدو او د امنیت د امر غلام جیلاني فراهي د ټپي کېدو، مني.  د زابل د امنيې قوماندان روغ لېونی وايی برید کوونکی يې نیولی دی او څېړني روانې دي، دا په داسې حال کې دی چې دهېواد په ختيځ کې په نسبتاً ارامه ولایت کې دسهار له پنځو بجو راهیسې جګړه روانه ده، او راتلونکو ټاکنو ته پوه اتلس ورځې پاتې دي. تر اوسه پورې د دې بريد په اړه طالبانو څه نه دي ويلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د