fbpx

حکمتيار کابل ته په تګ سره څه ترلاسه کړل؟

سليم ميدانوال

د ۱۳۹۵ کال د تلې مياشت وه چې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار له ملي وحدت حکومت سره د سولې د هوکړې په مسوده هغه لاسليک وکيښ چې له دې وړاندې يې د همدې دولت په مخالت کې خپلو مجاهدينو ته د لارښوونو په پای کې کاوه. ده په داسې حال کې ورسره سوله وکړه چې د ملي وحدت او امريکايانو په خلاف يې د خپلو لوړو او ټيټو افرادو جهادي ذهنيتونه کانګريټ کړي و.

ښه مو په ياد چې له واشنګټن سره د ملي وحدت د امنيتي تړون په شپو ورځو کې به حکمتيار صاحب رسما په سختو ټکو د دې تړون غندنه کوله او د هيواد د خرڅلاو تړون نوم يې ورکاوه، هغه مهال (ډيلي شهادت) وليکل چې: ((د کابل او واشنگټن ترمنځ د تش په نوم امنيتي تړون (چې په حقيقت کې امريکايانو ته د هېواد سپارلو سند دى) له لاسليکولو وړاندې او وروسته د جهاد قايد او د افغانستان شموله جهادي گوند (حزب اسلامي افغانستان) مدبر او په حالاتو پوه مشرتابه په وار وار ويلي چې د غلامۍ دغه سند د افغانانو د امنيت لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د اشغالگرو ځواکونو د حضور او په قضايي امنيت او خونديتوب سره د جنگي جنايتونو د دوام په موخه لاسليک کيږي، په سياسي او پوځي چارو مکمل ادراک درلودونکي مشرتابه محترم حکمتيار دا حقيقت افغان ولس او نړيوالو ته جوت کړی چې د افغانانو په خاوره کې د امريکايي پوځيانو حضور په افغانانو تپل شوې جگړې ته ادامه ورکول دي او د امريکا او ناټو لخوا د جنگي ماموريت د عنوان بدلول محض يو سياسي چال او د ولس سترگو ته د گډ حکومت د پرديپالو او بلواکه چارواکو په لاسونو له ايرو شيندلو پرته نور هيڅ نه دي!!))

خو حکمتيار صاحب د سولې هوکړه ليک په دستخطولو سره په هماغه پرديپال او بلواکه دولت ورګډ شو چې ده يې له الفه تر يا ټول حرکات او سکنات د هيوادوالو او وطن په زيان ګڼل.

خير، دلته د حکمتيار په تير او اوسني دريځ نه غږيږو، چې څومره لوی بدلون يې منلی، په دې به فکر وکړو چې له ملي وحدت حکومت سره له پخلاينې وروسته يې کومه ثمره ترلاسه کړې او که يې يوازې خپل جهادي نوم، حيثيت او محبوبيت له لاسه ورکړ او د هيواد او اسلام پالنې رول يې هم په بشپړ ډول بدلون وموند!؟

حکمتيار صاحب د اشرف غني له جمهوريت سره د هوکړې په لاسليکولو کومه خاص او پام وړ لاسته راوړنه نه لري، ډيری هغه چې د حکمتيار صاحب په دستخط يې باور کړی او ډير څه ته هيلمن وو، اوس چندان راضي نه ښکاري، داسي ويل کيږي چې اشرف غني تر اوسه پورې يوازې د خپل هوکړه ليک په لسمه ماده عمل کړی دی او هغه هم يوازې کابل کې. په لسمه ماده کې راغلي: (د اسلامي حزب رهبري کولای شي د استوګنې لپاره افغانستان کې دوه یا درې مناسب ځایونه وټاکي او حکومت به یې د امنیت او معقول لګښت چارې تر سره کوي.)

حکمتيار صاحب په زرزري دفتر ونازول شو، پسته او نرمه صوفه ترې لاندې شوه، ښيښه يي ميزونه يې مخته د لمدې مېوې له شکريو سره کيښودل شول او په برچپکو محافظينو کې پوښلی تر کور او دفتره ځي-راځي او مالي يې هم د هرې مياشتې په پای کې د اشرف غني دستخط شوی امر د کابل بانک تر دروازې رسوي.

خو خپل ټول دروند او بې بها جهادي حيثيت يې په نه څه له لاسه ورکړ، د ټولو سپيڅليو ستړياوو په بدل کې يې يوازې کابل کې مېشتېدنه کافي وګڼله، د خړو او پاکو مجاهدينو په ځای يې د موټرو په قطارونه او د ده په پخوانۍ عقيده د څو پرديپالو او بلواکو په سلوټ يې بسنه وکړه.

د حزب اسلامي سپيڅلی جهادي نشان يې د هغه تور، سور او زرغون سيوري ته ودراوه چې د امريکايي اشغالګرو د مټو په زور د ارګ په ماڼۍ نصب شوی و. ای کاش! دې نشان د يرغلګرو په ځالو خپلې شنې وزرې رپولې وای.

دغه نادودې لامل شوې چې حکمتيار صاحب د خپل ګوند جهادي فکر لرونکي اشخاص له لاسه ورکړل، د هغو تر منځ يې خپل محبوبيت بايلود چې د ده تر قوماندې لاندې يې خپل ځان او مال د هيواد ازادۍ، د اشغال خاتمې او د ملت د هوسايۍ لپاره ځار کړي او وقف کړي وو.

د دې يو نغد چغد مثال د کونړ د درو مجاهد قومندان امان الله خان او د هغه مجاهدين دي، چې د حکمتيار د سولې له هوکړه ليک سره يې له لويه سره مخالفت ښودلی و. نوموړی په خپل پخواني جهادي دريځ ولاړ د روان ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې له خپلو پنځو سرګروپانو ګل محمد، امين الحق، شينا، محمداجان او تاج محمد سره د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې د امريکايي ډرون ښکار شو. قومندان امان الله د حزب اسلامي ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه پاتې شوی و.

دا ګنګوسې اورېدل کيږي چې اوس له حکمتيار صاحب سره هغو مجاهدينو هم مخالفت ښودلی چې د ده د سولې د هوکړه ليک څلورمې مادې ته څه ناڅه خوشبينه وو، په څلورمه ماده کې راغلي و: (دواړه لوري د ملي واکمنۍ او د هېواد لوړو ګټو تامین لپاره د هوکړو پر بنسټ د بهرنیو ځواکونو د وتلو ملاتړ کوي، دواړه لوري په دې باور دي، چې افغانان کولای شي د یووالي او همغږۍ له لارې د جګړې ناورین کابو او له ننګونو سره مبارزه وکړي.) خو اوس هغوی هم د نويو تازه دمو اشغالګرو راتلو او د امريکا لخوا د افغانستان جګړې ته د اضافي بوديجې وقفولو ښه مايوسه کړي دي.

داسې پيشبيني کيدله چې حکمتيار صاحب به هيواد ته په راتلو ډيره لوستې او نا لوستې طبقه په ځان ورماته کړي او داسي مطبوعاتي غونډې، مرکې او ناستي به پيش کړي، چې د ده د استعداد او فصيحې ژبې په مټ به د ګوند لپاره مقناطيسي رول ادا کړي، مګر هغسې ونه ځليد او دا وړاندوينه له يوې مخې غلطه ثابته شوه. حکمتيار نه د پام وړ مطبوعاتي کانفرانسونه ولرل، نه يې چا خارق العاده غونډې وليدې، نه يې په مرکو کې د خپلې ماضي سپيناوی وکړ او نه يې هم د اوسني کردار اړوند داسي توجيهات او دلايل ارائه کړل چې په ګوند او يا له ګونده بهر خلکو ته د قناعت وړ وي، حتی د بي بي سي د اسماعيل سعادت پوښتنې خو يې له خلاف مفروض خجالت سره په خورا ګنګوړۍ ژبه او نرۍ موسکا ځوابولې.

اوس نو د حکمتيار، سياف او مجددي تر منځ ذره توپير نشته، سياف او مجددي له پيله تر نن ورځې د بلواک دولت مبلغين وو او حکمتيار صاحب اوس د درباري ويناوال په رول کې راڅرګند شو. سياف او مجددي آن د کرزي په اداره کې له امريکايي پوځي مشرانو سره د ملا د ټکانو په ايستلو عادت شوي و او حکمتيار اوس غواړي د نيکولسن او ماټيس د مټو په زور يې کولنج مات شي.

دوی دريواړه له دې پرته چې د اشغالګرو امريکايانو په وحشيانه چاپو او بمباريو پټه خوله پاتې شي او د ملي وحدت هره نارو روا وبولي، بله هيڅ بوختيا نه لري. اوس به حکمتيار صاحب هم د سياف په څير د هنرمندانو په کنسرتونو نيوکې کوي او احساساتي فتواوې به ورکوي، خو د اشغالګرو له لوري د کلمة التوحيد د توهين او سپکاوي په هکله به يې هيڅ توند غبرګون نه ښکاري، ځکه دوی که د مقدساتو ننګه وکړي؛ نو بيا به په سياف او مجددي ډالري معاشونه بند شي او په حکمتيار صاحب به د بلواکه دولت له پښو راوتونکې اقتصادي منبع وچه شي.

ازار وهلې اوس وهه د چول مزلونه

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
شمس الرحمن عزیزی
میلمه
شمس الرحمن عزیزی

د الله تعالی نه دیر راضی یم چی الله تعالی مسلمان او د حضرت محمدصلی الله علیه وسلم امتی بیداکړی یم دا دی الله تعالی امتحان دی به دنیا کی چی انسان له هر قسم تکلیفونو سره مخ کیږی باید انسان به هر حال کی د الله تعالی حمد او ثنا او وایی
انسان خو دیر عاجز بنده ده باید د اسلام او ایمان به مقابل کی ددنیایی مفاداتو او به نورو شیانو ونه غلول شو چی الله ج به امتحان کی باتی راشو حمتیار صیب یی ښکاره مثال دی
الله تعالی مو دی ازلی بدبختی څخه وساتی

سعد
میلمه
سعد

د جکمتیار صاحب راتگ د ملت او ددی خاوری د بقا او دایمی صلحی لپاره دی الله به اجر ورکری هال حضرت محمد ص چی کله مدینی ته لارو دری قبیلی یهودو هلته ژوند کول او مبارک د ملت د بقا او د اسلامی حکومت د جوریدو لپاره د هغوی سره معاهده وکره که تا سو دا فکر کوی چی حکمتیار د امریکایانو په موجودیت کی راغی نو مشکل نه لری دا زکه جی دا امریکایانو هم د یو دولت سره په موافقه افغانستان ته راغلی دی نو حکمتیار به دلته د اسلامی حکومت لپاره په گته تمام شی انشالله… نور لوستل »

نا پيژاند
میلمه
نا پيژاند

حكمتيار صاحب كله چه په لمړې ځل په لغمان كي راڅرګند شو نو احساس وژلي ښکاریدا.
نو ما ته د لبيا پخواني ريس جمهور قزافي را ياد شو او هغه زما په آند
ډیر بي وفاء او بي احساسه ښکاریده .
كله چه ما د حكمتيارصاحب قيصي اوريدلي دي نو پخواني حكمتيا او اوسني حكمتيار سره ډیر توفیر لري .
حكمتيار صاحب ته دده با احساسه د سنگر ملگرو ډیري مشويري ورکړی حتي د رسنيو له لأري .

احمد
میلمه
احمد

سلیم میدانوال وال صاحب اسلام علیکم ورحمت الله ۰کور دی ودان په دی ښکلی لیکنه حقایق او واقیعتونه دی روښانه کړی . خو ما سره هر وخت دا فکر پیدا شی چی دغسی خلک لکه سیاف مجددی ګلبدین او هغه څو نور چی ددی پریدیو دحکومت سره متعهد او همکاره پاتی شوی وو او اوس خدای نابښلی مړه شوی دی. دوی که خپلو ناخوالو او نه جبران کیدونکی غلطیو ته هر څه توجیهات ورکوی تر یو حد به خلک ورته براېت ځکه ورکړی چی اقلا ددی فانی دنیاد اموالو او ګټی تر لاسه کولو په نیت یی له حقیقت څخه… نور لوستل »

عبدالکریم
میلمه
عبدالکریم

سلیم صاحب اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاتہ الله ج دہ اجرکامل درکی بیخی ڈیرہ شی خبریی دہ وکی خونن صبا دا ڈالر دہ ڈیرو خلق زمیروژنی وسلام سلیم صاحب

افغان
میلمه
افغان

سلیم میدانوال صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی د ګلبدین په اړه دی حقایق لیکلی وو . زه به هم ورسره څه زیات او هغه دا چه : هغه ګلبدین چه زه پیژنم ډیر خلک یی په هغه ځانګړتیاوو او صفاتو نه پیژنی شک نشته چه له اوله به ښه مسلمان وو، د خبرو ښه فصاحت یی درلود د اسلام سره به یی مینه لرله کله کله دا ډول کسان له اوله او یا وروسته استخدامیږی . له نورو خبرو یی تیریږم ، له هغه وخته چه د ګلبدین په مشری ټولو جهادی مشرانو د سوړجنګ د غلامی تړون… نور لوستل »