nanarhar

د ننګرهار برید، د امنیت ډاډ او ټاکنې!

د هېواد په سطحه ننګرهار تل د سولې او ارامۍ ټاټوبی یاد شوی دی، په دې وروستیو کې چې د کرزی دولت له خوا د راتلونکو ټاکنو لپاره پرلپسې د امنیت د ډاډ خبرې کېږي، د یاد ولایت په ترټولو خوندې سيمه کې د طالبانو بريد خلک نورهم دې ته متوجه کړل، چې دولت لکه د نورو وعدو په څېر په دې وعده کې هم رښتونی نه دی.

د طالبانو نننی زورور څو ساعتي برید دا وښودله چې که دوی وغواړي آن په داسې یو خوندي ځای هم بريدونه کولای شي، که څه هم طالبانو د هېواد په سطحه تر ټولو خوندي ځای د سې آی اې په مرکز هم له نادر تکتیکه په استفادې بریدونه کړي، مګر د جلال اباد دې بريد ښایي دنورو پیغامونو ترڅنګ داپیغام هم درلود، چې د هېواد په دې با امنه او د کاندیدانو د مبلیغنو په وینا د تر ټولو د ډ‌ېرې رايو ورکونې په سیمه کې هم کولای شي، د خلکو سوچ په بله کړي او داثابته کړي چې د ټاکنو اړوند زموږ اخطار یو جدي او پلي کېدونکی اخطار دی.

دا بريد په داسې وخت کې وشو چې نږدې دوه ورځې وړاندې د کرزي د دولت د کورنیو چارو وزیر عمر داودزي رسنیو ته په پوره ډاډ دا خبره وکړه چې دوی څلور لکه پوليس لري او خلک باید ډاډ واوسي اوپه پوره زوړرتیا خپله رایه ورکړي.

دوه ورځې وړاندې د نن ټکی اسیا په یوه خبر کې ویل شوي و، چې خلک د طالبانو اخطار ویرولي دی او ښایي ځينې ښار مېشتي هم په ټاکنو کې ګډون ونه کړي. د طالبانو ورته بريدونه به ولس لا له ټاکنو زړه تورن کړي او ښايي د هېواد په پلازمېنه کې هم ټاکنې د اغزنو سیمانو او سیمټی دېوالونو شاته وشي.

وړاندې به داسې تبلیغېدله چې ګواکې طالبان غواړي په لوی لاس یواځې پښتون مېشتې سیمې په ټاکنو کې له ګډونه منع کړي، مګرتېرو بې پايلو ټاکنو ته په کتو پخپله افغان ولس تر اشغال لاندې د ټاکنو پر مفهوم پوی شوی دي او هم طالبانو داثابته کړې ده، چې دوی یواځې پښتانه نه، بلکې ټول مسلمان افغان ملت ته باندې دا غږ کوي، چې د ټاکنو پرنامه د افغان وژنې دسیسې ښکار دې نه کېږي. ځکه چې تېره ورځ دهرات په اوبي ولسوالي کې د پاړسیوان عبدالله، پښتون سیاف او ګډوډ زلمي رسول ټاکنیز دفترونه په خپله خلکو وتړل، او د هغوی عکسونه يې څېرې کړل، په داسې حال کې چې په امنیتي برخه کې د کرزي رژيم نږدې صفر دی، په سپین غر کې د اردو د ځوانانو تسليمي، په جلال اباد او زابل کې په یوه وخت بريد، په پکتیکا، زابل، غزني او ودرګو په ولسوالیو کې په پوره مانا ټاکنیزې منډې صفر،ا و په تبلیغاتي برخه کې د طالبانو فصیح مبلغین، زړور او پیغامي بریدونه او پخپله د کاندیدانو په منځ کې ژور عقدوي اختلاف داسې ښيي، چې ښايې راتلونکی نوی لمریز کال به په ټوله مانا د حق دبريا کال وي. ان شاء الله.

ډاکټر عطا محمد رحيمي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د