دیني، سیرت او تاریخ

د یوې صحابیې ښځي جالبه صبر !

لیکنه : احمدجنید مبارز

حضرت اُم سلیم رضي الله عنها د حضرت انس رضي الله عنه مور وه کله چي د انس رضي الله عنه پلار وفات سو نو د انس د پالني په موخه یې تر یو څه وخته نکاح ونه کړه، څو ورځي وروسته یې د ابو طلحه رضي الله عنه سره نکاح وکړه، د ابو طلحه څخه یې یو زوی ابوعُمیر پیدا سو، نبي علیه السلام چي به کله ددوی کور ته تشریف یو وړ نو د ابوعمیر سره به یې خوشطبعي کول.

ناببره ابو عمیر وفات سو، ام سلیم رضي الله عنها ښه پاک ولمبوی، کفن یې ور کړ، پر یو کټ یې پرې ایستی ، د ابو طلحه روژه وه نو ام سلیم خپل خاوند ته د خوراک شیان ورته برابر کړل او ځان یې ښه ورته ښایسته کړی، خوشبویي یې ولګول، ماښام چي یې خاوند راغلی ډوډۍ یې وخوړله او د خپل زوی پوښتنه یې وکړه، دې ورته وویل چي هغه خو اوس آرام دی، بیخي ښه سوی دی، نو خاوند یې ډاډه سو، د شپې یې د خپلي مېرمني سره یوځای والی یا کوروالی وکړی، کله چي سهار سو، ام سلیم ابو طلحه ته وویل :

که څوک تاته څه پیسې په قرض پور در کړي او بیا یې بیرته غواړي نو بیرته یې ور کول پکار دي او کنه؟

ابو طلحه وویل : ورکول یې پکار دي د ځان سره د ساتلو یې هیڅ حق نه لري د هغه شی دی بیرته یې غواړي.

وروسته ام سلیم ورته وویل : ستا زوی چي الله تعالی تاته امانت در کړی و بیرته یې واخیست، په دې خبره سره ابوطلحه غمجن سو او ورته وې ویل : تا ولي زه نه خبرولم.

سهار د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغلی او ټوله قصه یې ورته وکړه نبي علیه السلام ورته دعاء وکړه او وې فرمایل : چي ښایي الله په دغه شپه کي برکت واچوي. یو انصاري وایي چي ما د نبي علیه السلام د هغې دعاء برکت ولیدی د هغې شپې د حمل څخه عبدالله بن طلحه رضي الله عنه پیدا سو چي دده بیا نهه اولادونه پیدا سوه ټولو قرانکریم ولواستی. بخاري.

فایده : ډېر د صبر خبره ده چي خپل زوی یې مړ سي او په دغه ډول دي یې وزغمي چي خاوند یې هم په پوه نسي ځکه چي د خاوند یې روژه وه که چیري خبر سي نو د خوراک څخه به ووزي.

فضائل اعمال قصص الصحابة صـ ۱۵۰_۱۵۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اریان

نړیوال سیاست

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx