شپاړلس کاله وړاندې!

دادمحمد ناوک

د مني مازیګر و، وړې الوتکې چې ډېرې به لوړې وې، خو ډېر توند غږ يې و، په اسمان کې ګردې تاوېدې، موږ خبر شوي و، چې کافرانو جنګ شروع کړی، خو د جنګ زور مو نه و لیدلی، مګر دا مازیګر له نورو بدل و، موږ مردکۍ کولې، چې د تیارو د پرلپسې غروهار منځ کې زورور درب زموږ لوبه را وشلوله، سر منډې مو کړي، د غره بېخ ته وختلو، لاندې کلیو ته مو کتل، غټه دوړه پر ځای مېخ ښکارېده، سپین ږېرو کلیمې ویلې، په لاسونو يې پر سترګو سیوري جوړ کړي و، د ښکته بمبارۍ سیل يې کاوه، لکه بم چې دلته لویدلی وې، په ټولو کې سا ورکه وه، ورو ورو غږونه پورته شول، ويې ویشت! وچ يې وویشت!

ما د کالیو د څنګ جېب کې لا موټی له مردکيو ډک نیولی و، مردکۍ مې جېب کې خوشي کړې، د یو سپين ږيري خولې ته مې رډ رډ کتل، لکه چې موټر و، مخکې روان و، خو له بم سره په دوړه کې ورک شو!

سهار خبر شوو، چې تېر مازیګر مشخېلو کې په واده کې د ناوې پر موټر بمبار شوی.

««»»

د شپې لس بجې به وې، د خونې ورونه مو پرلپسې ښورېدل، د حمام په درویو او د بام په درڅو کې د باد غږونه راتلل، ادې به ویل ورونه باد ښوروي، خو د ادې وارخطايي مې زړه نه را ډاډه کاوه، ادې ورو ولاړه شوه، په ما کې سا ورکه وه، خوب وتښتېد، سوکه پسې ولاړ شوم، ادې بام ته وخته، وریندار مې ورسره وخته، زه ورو تر شا پسې ور وختم، دوی مشخېلو ته کتل، د روژې په دې یخه شپه کې د هغه کلي جومات د امریکايي بمونو لمبو کې ګېر و، له هر درب سره به زموږ پښې وښورېدې، نږدې اتلس کیلومتره سره لرې و، خو هر درب يې زموږ ورونه هم ښورول.

شېبه وروسته د څنګلوري پر بام د ښځو چېغې پورته شوې، موږ نه پرې پوهېدو، خو ادې ویل چې د دې ښځې د پلار کور مشخېلو کې دی، خپلې کورنۍ ته يې اندېښنه ده، ځکه ژاړي.

سهار خبر شو، چې جومات کې پر اعتکاف ناست کس او څو نور ملګري يې شهيدان شوي دي. د جومات لوټو لوټو دېوالونو د نړيوال تروریزم د وحشت کیسه کوله.

«««»»»

کلیوال مو په بوټو پسې غره تللی و، مازیګر کلي کې اوازه شوه، چې شاه ګل د کافرانو پاڼې راوړې، موږ وړې نجونې او هلکان يې په دروازه کې سره راټول و، چې هغه پاڼې پر موږ هم ووېشې، شاه ګل لکه لویه خزانه چې موندلې وي، کله کله به يې تر دروازې لاس راویوست څوکاغذونه به يې راوشيندل موږ به سره پرې ور منډه کړه، ده به بیا ګړب دروازه را بنده کړه، کوڅه به د ماشومانو زاریو پر سر سره واخیسته، څو پېغلې او ناوې چې له ګودره راتلې د اوبو لوښي پر سر دې نندارې ته پښه نیولې شوې، د هغوی هم اندېښنه وه، چې دې پاڼو کې لا چیشی دی، خو موږ چې پانې اړولې را اړولې درې عسکونه (تور سپین) پکې چاپ شوي و، زه په هلکانو کې تکړه وم، خط مې ورته ولوست، کافرانو لیکلي و، چې که هر چا اسامه یا ملا محمد عمر راوښود خدایزده څومره روپۍ به انعام ورکړي، دې خبرې د کلي دوکانونه او د جومات تاوخانې ګرمې ساتلې وې.

«««»»»

ټول کلي کې اوازه شوه، چې زموږ يې زړې کلیوالې اسامه لیدلی، هغې قسم کاوه، چې د کلي بېخ ته يې په واوره کې غټ غټ ګامونه اخیستل، سپین پټکی يې تړلی و، او بیت ورسره و، دې ته يې ځان هم ور وښود، دغسې د هغه بل کلي په خوا تېر شو.

د کلي بوټپنو ځوانانو به کله کله د ځان د لوی ښوودلو لپاره قسمونه کول، چې نن هغه ته په پلاني ځای کې کټ مټ هغسې سړی لکه کافرانو چې يې عکسونه غورځولي ده ته په مخه ورغی.

«««»»»

څو کلیوال مو په ښرنه کې د امریکايي عسکرو په پنډغالي کې مزدوران و، دوی به چې په جمعه کله کلي ته راغلل، تر نورو به يې غټه ویله، له دوکانه به يې هندواڼه، خټکی یا نوره ميوه ور واخیسته او په يوه هواره تېږه به سره پرې راټول شول، دوی به بیا کله کله د انګریزو نجونو کیسې کولې، یوه يې ویل:

ـ زموږ خیرنو ته ګوره، هغوی داسې تکې سپینې سپینې دي، لکه شيدې، دغسې بخيلې نه دي بچیه! تنها نېکر يې اغوستی وي، موږ ته مخامخ کېني، ټول شیان يې ښکارېږي….

«««»»»

د جومات قاري صاحب مو په دې مشهور و، چې د وړې ګناه په ليدو به يې هم سترګو کې اوښکې راغلي، زموږ یو ځوان کلیوال به چې کله ږیره وخرېیله، نو ملګرو ته به يې په ټوکه ویل: نن به بیا قاري صاحب سخت وژړوم!

قاري صاحب د کافرانو په دویم کال هم ژمي کې ماشومانو ته په جومات کې درس وايه، يوه ورځ یو ماشوم ورته رامخکې شو، قران شریف يې ورته کېښود، ده لا شروع نه وه کړې، چې د ماشوم پلار د جومات له تاوخانې را ولاړ شو:

ـ قاري صاحب دا قران شریف سم دی؟

زموږ سترګې وازې پاتې شوې، قاري صاحب په لوړ غږ وویل:

ـ استغفرالله دا څه وايې؟ ولې نه دی سم؟

ـ نه دا ما له بل ځایه راوړ.

ـ له کومه؟

ـ له پیارټي، پې ار ټې.

ـ نو هلته قرآن شریف څه کول؟

ـ قاري صاحب کیسه داسې ده، چې موږ هر مازیګر د انګریزانو له کوټو او حمامونه کثافات را ټولو، بیا يې د پیارټي منځ کې یو ځای معلوم کړی، هلته يې اچوو، زیاتې بیا دوی اور ورکوي، نو يو دا او پنځه دانې نور قران شریفونه هماغه د کثافاتو په ډېرۍ کې و، زموږ مشر يو سروضه وال دی، یوه انګریز دې ډېرۍ ته اور ورکاوه، ده ورته ویل چې اول به ماته اور راکوې بیا دې ډېرۍ ته، کنه پرې موږده، چې موږ اول قران شریفونه پکې را ټول کړو، بیا اور ورکړه!

مازیګر د جومات سپیکر د قاري صاحب سلګو لړلي غږ وښوراوه، دا نو هغه وخت و، چې د امریکایانو خلاف چا تصور هم نشوای کولی، ده په غریو نیولي غږ وویل:

– هغوی چې پيارټي کې کار کوي، د کافرانو مزدروان دي، ښځې پرې طلاقې دي، لمنځونه يې نه کېږي او پخپلو اولادو حرام خوري، د خدای لپاره جوماتو ته يې مه پرېږدئ، زموږ لمنځونه دې نه را خرابوي…

ځوانانو کې ګنګوسې شوې، قاري صاحب لېونی شوی، ده د ډالرو خوند نه دی لیدلی.

۱۳۹۵-۷-۱۵

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د