د یرغل د لومړۍ شپې خاطره

لیکوال

عبدالرحیم (ثاقب)

د ۱۳۸۰ کال د تلې د میاشتې د پنځلسمې نیټې ماخوستن مهال و چې د لومړي ځل لپاره د کابل په اسمان کې امریکايي الوتکې راښکاره او د ښار مهم دولتي تأسیسات لکه دفاع وزارت، هوايي ډګر، تلویزون تپه او یوشمیر نورځایونو یې تر برید لاندې ونیول.

د طالبانو هوايي مدافعې په ښه زړورتیا ور باندې هوايي پیرونه وکړل خو امریکايي الوتکې دومره هسکې وي چې د طالبانو د هوايي مدافعې په پیرونو یې ځان هم نه کړ خبر.

د ملي یووالي حکومت اوسني اجرائیه مشر ښاغلي عبدالله عبدالله هغه وخت امریکايي الوتکو ته د کوردینات ورکوونکي موظف په توګه له بي بي سي، امریکا غږ او نورو نړیوالو رسنیو مسلسلې مرکې کولې.

نوموړي په افغانستان د امریکا هوايي برید د نړیوالې ټولنې یو مثبت اقدام وباله او د امریکايي الوتکو په وسیله یې د دفاع وزارت، ارګ ماڼۍ ، ملي امنیت، کابل هوايي ډګر او د طالبانو شریعت غږ رادیو د په نښه کولو خبر ورکړ.

زمونږ کور د خیرخانې مینې په لومړۍ حصه کې و، او هغه وخت لکه د اوس په څیر ټلیفونو او د دسته جمعي ارتباط وسائل ( فیس بوک، واټساپ …) نه وو چې سړی به د هرې پیښې له جریانه سمدستي خبریدو.

هغه و چې زما د ډاکټر عبدالله له خبرې اوریدو سره چې د شریعت غږ راډیو ، ارګ ، استخباراتو ریاست او … د په نښه کیدو په اړه یې وکړه په وزیر اکبرخان مینه کې د خپلو ملګرو لیدو ته ډیره اندیښنه شوه.

د سهار په ۶ بجي مي په ډیرې لیوالتیا سره د شریعت غږ راډیو د سهارنۍ خپرونې د پیلیدو انتظار کاوه.

د خپرونې په پیلیدو سره مي چې کله د شریعت غږ راډیو له څپو څخه د پیلیدونکې عربي ترانې لااله الا الله ، لا اله الا الله روح بښونکی غږ وارویده بي اختیاره مي تر سترګو د خوښۍ اوښکې و بهیدې او خدای تعالی ته مي شکر اداء کړ چې لا مو هم د ټولې صلیبې ټلوالې له کفرې هڅو سره سره د توحید کلمه د هیواد په غرو رغو کې انګازه کوي.

سمدستي مي نور د وزیر اکبر خان په لور حرکت وکړ د صدارت په څلور لارې کې مي د استخباراتو عمومي ریاست (ملي امنیت) اړونده تأسیساتو ته په دقت کتل چې امریکايي بمونو به څومره تخریب کړې وي ؟

خو پر هغوی مي د تخریب هیڅ کوم اثر نه شو تر سترګو.

وزیر اکبر خان ته په رسیدو سره د شریعت غږ راډیو مقر ته ورغلم چې هلته هم د اطلاعاتو او کلتور وزیر حاجي صاحب قدرت الله جمال او ټول ورسره ملګري روغ رمټ وو او زه یې په لیدو زیات خوشاله سوم .

وروسته د الجزیره شبکې دفتر ته ولاړم او د دفتر د مسؤل تیسیر علوني په ملتیا د یکه توت په سیمه کې د ماین پاکي موسسې هغه دفتر ته ورغلو چې د شریعت غږ راډیو له نشراتي دستګاه سره نیږدي امریکايي الوتکو په نښه کړی و.

هلته د یادې مؤسسې ۴ تنه کاروونکي په خورا بوږنوونکي ډول شهیدان شوي وو.

مونږ ورغلو تر څو د الجزیره دفتر خبریالان د پیښې صحنه عکاسي او د غرمي د ۹ بجو د الجزیرې د سهارني خپرونې (النشرة الصباحیه) لپاره تري رپوټ ترتیب کړي.

هلته د یوه شهید جسد سرته د هغه ورور ناست و او په چیغو چیغو یې ژړل ، مونږ چې هرڅومره تسلی ورکوله ده په ژړاند حالت کې ویل چې ورور مي دي شهید وای خو چې سر یې په تن پوري وای.

ریښتیا هم چې ډیره بوږ نوونکې صحنه وه ، ما چې د شهید له جسده کمپله پورته کړه ومي لیدل چې د سر په شمول یې د بدن زیاتره برخې بم ترې وړې وي.

د دې صحنې لیدلو زیات متأثر کړم ، خو هیڅ مو په وس نه وه پوره او د هغې ورځې په جریان کې مو تر دې نورې ډیرې زیاتې بوږنوونکې صحنې ولیدي.

هغه ورځ تر ماښام پوري د الجزیره دفتر له کارکوونکو سره پاتي شوم ، ځکه یو خو د هغوي خبریالانو له کابل او کندهار څخه ساعت په ساعت په کابل او کندهار کې د روان پوځي وضعیت په اړه ژوندي رپوټونه ورکول او بل د دې شبکې له لارې مو پرافغانستان د امریکايي یرغل په اړه د نړیوالو محللینو شنني او ارزونې هم تازه په تازه اوریدلې.

ما ښام ناوخته کورته ولاړم ، کورته په رسیدو او د ماشومانو په لیدو سره د یکه توت د سر ورکي شهید او د هغه د ویرجن ورور سلګي را یادې شوې، قریب و په درد کې مي بي اختیاره چیغه تر خولې وخیژي ،خو ځان مي کنټرول کړ.

تصادف و چې د همدې ویرجنې شپې په سهار زمونږ په کورکې نوي ماشوم هم نړۍ ته سترګې پرانیستلې وي، د کور خونې ته په ور دننه کیدو سره مي سترګې د هغه نوي ماشوم په څیره ولګیدې ، خو یقینا چې د څیري د سم لیدو توان مي نه درلود ؛ ځکه ماته یې په څیره کې د هماغې ورځې ټول هغه ځوانان مجسم کیدل چې د امریکايي یرغلګرو په سوځوونکو  بمونو شهیدان او له ژونده محروم شوي وو.

اوس چې له هغې ورځې پوره ۱۶ کاله تیرشوي او په هغه ویرجنې ورځ کې د زیږیدلي ماشوم (محمد) نن د ژوند ۱۶ کلیزه ده چې لا یې هم په معصومې څیرې کې راته د هغې ورځې ترخې خاطرې تجسیم کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د