afghan police afp-26.jpg۱۲۱۲

لوی شرم!

په دې ټول لوستونکي پوهېږي، چې په روانه جګړه کې دواړه غاړې هڅې کوي چې په خپلو تبليغاتو ولس د ځان کړي، د کرزي نيم واکه رژيم پرېمانه خبريالان او پرېمانه انځوريزې، چاپي او غږيزې رسنۍ په واک کې لري، که رښتيا هم د دوی تبليغاتو اغېزه کولای نو اوس به ټول افغان ولس د دوی په طرف و، په داسې حال کې چې ټول افغان ولس په زور جنګ ته مجبور شو او نن همدا ستړی او موټرسايکل ځپلی طالب د همدې ولس په کور کې د همدې ولس په ډوډۍ او دهمدې ولس په مرسته په پراشوټی افغانانو او له نايټ کلبونو راغليو نڅاګرو تندريز بريدونه کوي.

تېره ورځ طالبانو دا خبر خپور کړ چې د ننګرهار په شيرزادواو خوږياڼو کې يې اتلس عسکروته مرګ ژوبله اوړولې، دا حقيقت د سيمې اوسېدونکو او دجګړ عيني شاهدانو هم تايد کړی، مګر بيا هم د تامل وړځکه  دی، چې طالبانو ويلي او طالبان به نو خود دځان ستاينې کوي.
ورپسې دکزري د چاپلوسانو له خوا د رسنيو پرنامه فحشا له مرکزو نو داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکې په يادو ولسواليو کې تر دېرشو زيات طالبان له منځه وړل شوي دي او دوی ته هيڅ زيان نه دی اوښتی، خدای شته دې پوچ تبليغي پراګراف راته خندا راوسته، ځکه په دوولس کاله کې ولس په سترګو وليدل، چې تر ځان اور تړونکي ځوانان څنګه دښامار په ستوني ورننوتل، نور نو هغه وخت نه دی، چې ويل به مو که د ناټووالو ټانګ ته ټوپک ونيسي نو چې لا ډز دې پرې نه وي کړی ميل يې کوږ شي او سړی په خپله پرې وژل کېږي. اوس ولس ستاسې سرچپه تبليغات اوپه سيمو کې حقايق سره پرتله کولای شي او ښه يې ګوري چې څوک پر مخ روان دي؟؟
ماته د کرزي د بلواکه رژيم تبليغات د رسنيو د چلوونکو له پيسو ګټلو پرته بل څه نه ښکاري حقيقت خو پکې موندل بېخې لرې خبره ده، خو خدای شته د طالبانو په خبره هم څه شکي وم، خودا شک مې هلته ورک شو، چې د ننګرهار له جلال اباده سلګونه عسکر د خوږياڼو په خوا حرکت کوي، اردو، پوليس، سپېشل فورس او د دوی باداران،  روان دي چې له دې ارامه ښاره لرې هلته په ولسوالي کې هم ترهګر(!) ختم کړي، دا حرکت پردې ماناچې په خپله جلال ابادکې خير وخيرت دی، دوی د ښار له هرې کوڅې او هره کوره خبر دي، چې د دوی په واک کې دی، په دې ښار کې به د دوی له اجازې پرته مرغه هم پرونه وهي، ځکه خو اوس دا توريالي روان دي چې خوږياڼي او شيرزاد ولس وځوروي او دځان په څېر يې غلامي ته مات کړي او په راتلونکې ډرامه کې چې دوی يې ټاکنې بولي ګډون وکړي.
دوی هلته ځکه ولاړل چې په جلال اباد کې يې کار نه درلود، دلته خو کراره کراري او ټول ښار د دوی په واک کې دی، دلته به خامخا ټاکنې کېږي او دتحول دتفکر مفکر به بيا دې ارام ښار ته د ولسمشر په توګه تشريف راوړي. مګر همدا نن شپه چې د دې لمريز کال وروستۍ شپه وه، د دوی تر واک لاندې ښار کې څو ځوانانو د سهار پنځو بجو ته تياری نيوه، ترڅو نړۍ ته وښايی چې موږ به تل بريالي يو، تر دې لوی شرم شته، چې په شيرزاد او خوږياڼو کې د دېرشو دوژلو دعوه کوي، خو دلته دڅلوروپنځو په شتون نه دي خبر؟؟؟

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د