چین ۱.۳۴ ملیونه فاسد چارواکو ته سزا ورکړې ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۵ تله، ۱۳۹۶): په چین کې د فساد سره د مبارزې ادارې ویلي چې د کال ۲۰۱۳ راهیسي یې ۱.۳۴ ملیونه فاسد چارواکو ته سزا ورکړې ده.

ولسمشر «شي جین پینګ» په کال ۲۰۱۳ کې د فساد پر ضد مبارزه اعلان کړې وه.

روانه اونۍ په چین کې د کمونیستي رژیم د قیادت په سطحه کانفرانس جوړیږي، دغه کانفرانس چې په هر لس کاله کې دوه ځله جوړیږي، په اړه یې تمه کیږي چې اوسنی ولسمشر «شي جین پینګ» به پر چین او واکمن ګوند نور هم خپل واک زیات کړي او په کانفرانس کې به د خپلو سیاسي تګلارو څخه په کلکه دفاع وکړي.

د فساد پر ضد د مبارزې ادارې ویلي چې د کال ۲۰۱۳ څخه ۶۴۸ زره یې ټېټ رتبه مامورین وه چې په کلیو کې دندې اجراء کولې خو په ښارونو کې یې هم د حکومت په سطحه جګپوړي چارواکي تر محکمو پوري کش کړي دي، چې په هغو کې د مالیې په وزارت کې د فساد سره د مبارزې ریاست رئیس خپله هم وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د