
طالبان: دولتي چورلکې به د رینجرو په شان زمونږ مټ قوي کوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۶): تېره ورځ امریکایانو په کندهار کې دولتي عسکرو ته دوه (بلک هاک) ډوله چورلکې ورکړې او په تعقیب یې امریکايي قومندان جنرال نیکولسن او د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني طالبانو ته ګواښونه وکړل چې وسلې په ځمکه کښیږدي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یې په غبرګون کې ویلي چې دغه الوتکې به هم لکه د هاموي او رینجر موټرو په شان امریکایانو او دولتي عسکرو ته په بده واوړي او برعکس به د طالبانو مټ قوي کوي.
د نوموړي اشاره هغو نیول شوو ټانګونو او رینجرو ته ده چې طالبانو په مختلفو ولایتونو کې له دولتي عسکرو څخه روغ نیولي دي او اوس ترې په مخامخ جګړو او حتی سرتیرو بریدونو کې استفاده کوي.
ښاغلی مجاهد امریکايي قومندان او اشرف غني ته په خطاب کې ویلي چې لکه د هاموې او رینجرو په څیر به «ستاسو الوتکې زمونږ په ګټه اهداف له مینځه وړي».
نوموړی زیاتوي چې امریکايي قومندان او اشرف غني باید هېره نه کړي چې د طالبانو جګړه «د تکنالوژۍ نه بلکې د ایډیالوژۍ او انګیزې جګړه ده، کوم څه چې تاسو یې نه لرئ».
د طالبانو ویاند ویلي چې شپاړس کاله وړاندې امریکایانو هم دلته ډول ډول الوتکې ازمویلي دي. نوموړي په امریکایانو او اشرف غني غږ کړی چې «له تاریخ څخه باید درس واخلي».
ښاغلی مجاهد وايي چې «شوروي اتحاد او کمونستي حکومت چې پرزېده سلګونه الوتکې يې په میدان پریښې وې».
الحمدالله مجاهدوروره الله جل جلاله غیرت منددي غیرت خوښه ټیټه ونکړي واقعیت جنګ په ټکنالوژي پرمخ نه ځي ایمان غواړي
بلکل