افغانستان

کرزی د ۳۰ امریکایايي عسکرو په وژنه تورن شو

نن ټکی آسیا: شاوخوا  ۳کاله پخوا د میدان وردګ په ولایت کې  د امریکا یو هلیکوپتر طالبانو وویشت او په ترڅ کې يې ۳۰ امریکايي عسکر ووژل شول. ددغو عسکرو کورنیو  په کرزي او افغان امنتي ځواکونو دعوه کړې چې ددوی د بچیانو سره یې خیانت کړی.

د میدان ورګ  ولایت د تنګي په سیمه  کې لږ تر لږه ۳۰ امریکايي عسکر چې  ۱۷ په کې د امریکا بحري ځواکونه هم  و د ۲۰۱۱ کال د اګست په ۶مه  د طالبانو په یوه برید کې ووژل شول.

دوی دعوه کړې چې ولسمشر کرزی فاسد کس دی او د امریکایانو د وژنې پر سر یې له ایرانه بډې اخیستي.

دغو کورنیو د سې شنبې په ورځ د واشنګټن په ابتدایه  محکمه کې  خپل دعوه ثبت کړه.

دوی د افغانستان دولت او ایران څخه ددغو وژنو پر سر ۶۰۰ میلیونه ډالر  تاوان  غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x