ورزش

افغان باډی بیلډر د نړۍ اتل وبلل شو / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۶ تله، ۱۳۹۶): افغان باډی بیلډر د بدن د ښکلا په نړیواله سیالي کې اتل وبلل شو.

احمد یاسین سالک قادري چې ۳۵ کاله عمر لري، په منګولیا کې یې د باډي بلډنګ په نړیوالو سیالیو کې ګډونوال ټول هیوادونه یې مات کړل.

د افغانستان د اولمپیک کمېټې ویاند احسان نیرو رسنیو ته د نوموړي اتلولي تایید کړه او وې ویل چې له تیرو ۱۴ کلونو راهیسي د بدل د ښکلا په برخه کې فعالیت لري.

نوموړي په نړیوال جام کې د ۴۰ هیوادونو څخه د راغلیو ۴۰۰ باډی بیلډرانو سره سیالي وکړه او په ټولو کې یې لوموړی مقام وګټی.

یاسین سالک په تېر اګست میاشت کې هم د اسیا په کچه د بدن ښکلا په سیالي کې د سرو زرو مډال او لومړی مقام تر لاسه کړ.

نوموړی یوه اونۍ وړاندي د افغانستان د ۲۷ ولایتونو د لوبغاړو تر منځ د سیالۍ په پایله کې د شکر الله هلمندي سره پایلوبي ته وتلی وو او بالاخیره یې هغه ته هم ماتې ورکړه او د افغانستان د ماسټر سپورټس نوم یې ګټلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x