wazir qalib

د افغانستان د عدليې وزیر حبيب الله غالب ومړ

د افغان دولت رسمي سرچينو خبر ورکړی چې د هېواد د عدليې وزیر حبیب الله غالب د څلور اويا کلو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړي. د سرچينې په قول په وزیر حبیب الله غالب تېره ورځ د زړه سکته راغلې وه او نن يې د بګرام په روغتون کې سا ورکړه. نوموړی څلور اویا کاله مخکې په کاپیسا کې نړۍ ته راغی او د کابل له شرعیاتو يې په ۱۳۴۱لمریز کال لیسانس ترلاسه کړ.په ۱۳۴۵لمریزکال يې په مصر کې د ماسترۍ وروستی کال و.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د