ورکه ښکلا

لیکوال وحیدالله کاروان

ماښام قضا و، تېاره خوره وه د غره په لمنه کې د خټینو دیوالونو جوړ کلی تر سترګو کېده، د خټو جوړ شوي کورونه، په لوګو تور دېوالونه، لوړ تور غر، په اسمان کې بې شمېره ستورو، او ځای ځای د لاټین رڼا کلي ته یوه ځانګړې ښکلا ورکړې وه، زه له لرې د بلۍ له سره د همدې ښکلا په ننداره وم چې د چورلکې غږ مې پام ځان ته واړوه، څو شېبې د چورلکې په ننداره شوم، چورلکې پاس په اسمان کې څو دورې ووهلې، زه سوچ ویوړم یو خوا د کلي زړه راښکوونکي ښکلا، له بلې خوا د چورلکې ګرځېدل، له ځان سره مې بې ارادې همدا خبره تکراروله، چې بیا به د چا د کور د ورانېدو وار وي، زه په همدې فکر کې وم، سترګو مې چورلکه څارله، چې یو ناڅاپه مې سترګو ته یوه سره پرده جوړه شوه، د چورلکې د لاندینۍ برخې نه سور اور چې د کلي په لور په منډه وه مې سترګې له ځان سر ویوړلې، څو لوی لوی درزونو مې غوږونه وکړنګول، څو شېبې مې سترګې پټې کړې، په غوږونو کې مې ګوتې ومنډلې، شېبې وروسته چې مې سترګې خلاصې کړې د هغه کلي ښکلا رانه ورکه شوه، یو خوا بل خوا مې وکتل، خــــــــــــو نور نه هغه خړ کورونه وو، نه هغه د لاټین رڼا.

د دوړو، شنو لوګو او د ماښامنۍ تیارې په منځ کې ځای ځای ړنګ دیوالونه مې تر سترګو شو.

ماښامنۍ سیلۍ (شمال) به یوه نیمه د ژړا ډکه څپه تر غوږو رارسوله، نور نو هغه ښایسته کلی په مړستون بدل شوی وو….



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.