مطمن صاحب ته د مبارکی پیغام

الحاج استاذ بیانزی

بسم الله الرحمن الرحیم

تر ټولو دمخه دروند ورور مطمن صاحب، درنی او ځوریدلی کورنۍ، دوستانو او خپلوانو ته یی له دجالی زندان څخه د مطمن صاحب د بیا راخوشی کیدو مبارکی وایو او شکرونه باسو. د الله ج د مهربانیو، د ټول مظلوم اولس دعا ګانو او د فعالو ورونو د پرله پسی هلو ځلو برکت وو چه مطمن صاحب د دجال له خونړو منګولو یو ځل بیا راخوشی او وژغورل شو، هغو ورونو ته چه د دروند ورور مطمن صاحب په راخوشی کیدو کی یی مرستی او هلی ځلی کړی او یا یی د هغه د نجیبی کورنی او بچیانو سره خواخوږی او مرستی کړی د زړه له کومی شکریه ادا کوو ستاینه، نمانځنه او مننه یی کوو الله ج دی اجرونه ورکړی او زمونږ د ټولو په شمول دی الله ج مطمن صاحب او د هغه په شان نور په دین او وطن مین ورونه تل د د دجال له خونړی منګولو وژغوری.

د مطمن صاحب د ګلونو په شان بچیانو، دوستانو او خپلوانو ته د مطمن صاحب نیول، شکنجی، ځورونی او ستونزی د زغم وړ نه وی او نه دی، ډیر وځوریدل او تاوانیان شول، له دجاله ناهیلی وو مګر په هغه ذات ( چه یونس ع یی د ماهی خیټه کی، یوسف ع یی د مصر د فرعونیانو په زندان او ابراهیم ع یی د نمرود په اور کی نه یواځی ژوندی بلکه ارام او خوندی وساتل ) باورمند او هیله مند وو مطمن صاحب یی هم د یوویشتمی پیړۍ د فرعونیانو له خونړی منګولو ژوندی او خوندی وساتلو، پښتو کی وایی [ بلا وه برکت یی نه وو ].

د مطمن صاحب نیول، غیر انسانی شکنجی او ځورونی ورکول د الله ج سره د دشمنۍ په خاطر تر سره شوی د مطمن صاحب په شان نورو سره هم دا ظلم او وحشت تر سره شوی او ترسره کیږی، مګر د مطمن صاحب په نیولو دموکراسی بربنډه، بدرنګه او بیخونده شوه برخلاف مطمن صاحب تر پخوا لا زیات نیک شهرت او هم یی بی شمیره اجرونه تر لاسه کړل، الله ج فرمایی جنت بیه غواړی د مفت خورو ځای نه دی، مطمن صاحب د هغه بیی یوه برخه ادا کړه او د لا نورو بیه ورکولو د پاره وړتیا او لیوالتیا هم ترلاسه کړه، ژوند د الله ج امانت او د ژوند هدف یی د الله ج عبادت دی، عبادت د توحید او اطاعت مجموعی ته ویلی شی څوک چه د الله ج په وحدانیت پوره باوری او مطمن وی هغوی دجالانو ته سجده نه کوی، توحید کی د الله ج د مالکیت او خالقیت ذاتی صفت نغښتی یعنی د انسانانو په شمول هر څه الله ج خلق کړی او د هغه مالکیت کی دی، هر څه چه د چا مالکیت وی د هغه د اصولو او قوانینو لاندی اداره کوی د دغه اداری مدیریت خلیفه انسان ته د هغو وړتیاوو، ایمان او تقوی له مخی چه الله ج ورکړی تر سره کیږی.

مونږ له نیست څخه هست ( خلق ) کړی شوی او له هست څخه نیست ( مړه ) کیږو او له هغه نیست څخه د ذره ذره حساب کتاب د پاره بیا دایمی هست ( ژوندی ) کیږو چه له امله به یی نیکان جنتو او بدان دوزخو ته استول کیږی د هیڅ د پاره نه یو خلق شوی او نه د هیڅ د پاره مړه کیږو. په دی هم عقیده او باورلرو چه هر ذیروح د ژوند او مرګ ځانګړی نیټه او دوره لری د چا، له څه یی مرګ او کوم ځای کی به مړی کیږی ټول تقدیر کی درج شوی یوه ذره نه مخکی او نه وروسته کیږی مطمن صاحب او مونږ ټول مسلمانان ولی د دجال له زندانو او شکنجو وډاریږو که مو مرګ د هغوی په لاس لیکل شوی که پیاوړی هم اوسو وژل کیږو به، او که نه څومره طاقت چه دجال ولری او د دجال په کچه نور دجالان هم ورسره ملګری شی مطمن صاحب یو ویښته ته هم صدمه نه شی رسولی. بله دا که مونږ دجال مړه هم کړی دجال هم مرګ لری نو مرګ او ژوند مو سره مساوی شول.

مطمن صاحب تر مونږ زیات په پورتنو یادو شوو حقایقو عقیده او باور لری ځکه یی د دجال د شکنجو په مقابل کی مقاومت وکړی شو تسلیم نه شو د ځورونو سره سره یی دجال یا د دجال غلامانو ته سجده نه ده کړی او نه به یی انشاالله وکړی. هغه باور لری چه د غلامۍ تر ژوند [ که زر کاله او هغه هم په کریملین، دلکشا او سپینه ماڼی کی وی ] د خپلواکی د یوی ګړۍ ژوند ډیر قدر، وزن او شرف لری، ځکه خو یی په اراده کی زیاتوالی او عقیده کی پوخوالی راغلی، ځکه یی هر څوک په دوستۍ او ورورۍ ویاړنه لری زه یی هم په ورورۍ ویاړنه لرم زما د پاره یوه معجزه معلومیږی چه د ژوند په اخرو شیبو کی الله ج د ښه ملګرو سره لکه مطمن صاحب سره له نزدی اشنا شو په کور کی مو ورسره وخت تیر کړو هغه څو شپی زما د ژوند تر ټولی خوږی او ښی خاطری دی په جلا جلا ولایتو کی مو سره چکری لرلی الله ج دی هغه وختونه بیا او بیا تکرار کړی د مومنانو او عالمانو ورونو سره وخت تیرول ثواب او ګټی لری.

له الله ج څخه د مطمن صاحب د ایمانداره، پوهه او د تقوی مقام لرلو هیله لرم او هغه توفیق راکړی چه مطمن صاحب ته یی ورکړی دی، پوښتنه دا ده چه مطمن صاحب خو سیاست پوهه او نیکمرغه وو په راخوشی کولو کی یی ډیرو دوستانو او خپلوانو ونډه او هلی ځلی لرلی د هغو ورونو به څه حال وی چه چه له الله ج غیره بل څوک نه لری یا څوک نه پیژنی په کلو کلو د دجال په زندانو کی شکنجه او ځورول کیږی، د شهادت جامونه چښی، څوک یی له ځورونو، شهادت او حتی د خاورو لاندی کولو هم نه خبریږی بچیان یی د پلرونو د لیدو په هیله او د پلرونو یی هډوکی په خاورو کی وراسته شی، راځۍ چه په ګډه دهغوی په حال د زړه له کومی دعا وکړو چه الله ج راخوشی او دغه الهی ازموینه ورباندی اسانه کړی، که راته معلوم شی هر اړخیزی مرستی ورسره وکړو یا یی د کورنۍ او بچیانو سره لاس اړونه ولرو.

له ټول هیواده د مړو هدیره او ژوندو زندان جوړ شوی، سهار تر ماښامه اوماښام تر سهره د ژوند هیله نه لری، ناڅاپه پری له هوا بمباری او له زمکی د توپو درزهار جوړ شی دروازی یی په وحشت لیری، نارینه وو ته یی توری خولۍ په سر او میرمنی یی بیعفته شی، بیغیرته ژباړن ورله ژباړنه کوی ژباړن هم ورسره وخت ناوخت د دی امله وژنی چه د وحشتو رازونه یی په ډاګه نه شی کورونه یی لوټ او په کنډوالو بدل شی، اعلانوی چه فلانی او فلانی سیمو کی مو دومره او دومره دهشتګر ونیول او ووژل. همدارنګه نوری وژنی او ځورونی لکه له لوږو اوتندو تر دی چه ځینی یی خپل بچیان وژنی، ځینی یی پلوری چه هم پلورل شوی په خیټه ماړه او هم د پاتو او ځآنو د پاره اذوقه تر لاسه کړی، ځینی د ګرمیو او سړو، خینی د نه درمل، ځینی د حماقت او جهالت شخړو او ځینی د ټکرو، سیلابو او زلزلو او ځینی د نشه توکو او داسی نورو له امله مړه کیږی.

الله ج فرمایی وګوری چه لوی لوی وحشی فرعونیان، نمرودان، ثمودیان او نور مو څرنګه غرق کړل صرف نښی یی پاتی دی، ښه مثال یی د پرونو روسانو او کمونستانو دی په میلونو افغانان یی زمونږ په شهادت ورسول، معیوب، بی کوره او بی اوره کړل هیواد په کنډواله بدل کړو د وحشت هغه دوره هم ختمه ( این هم میکذرد ) او فلسفه یی په موزیم کی پریوتله دموکراسی به هم نن صبا د کمونستی د برخه لیک سره انشالله مخ کیږی.

الله ج فرمایی [ دیر ځله یو کار خیر ګڼی هغه شر او یو کار شر ګڼۍ هغه خیر وی ] د مطمن صاحب په لمړی ځل نیولو د ښه شخصیت ودانۍ دوه پوړی شوه او په دوهم ځل نیولو یی د ښه شخصیت هغه ودانی څو پوړی او د نورو د پاره سرمشق جوړ شو د هیواد او نړی په کچه یی ښه شهرت تر لاسه کړو. نورو ښو شخصیتونو ښه شهرت په اسانه، مفته او ارزانه نه دی ترلاسه کړی، اوله کی کمزوری، بی وځله او بیکسه وو جابرو قدرتو یی د بدنامولو هڅی کولی د اشرارو او دهشتګرو نومونه یی ورته کارول چپه میچنی یی ورباندی ګرځولی، شکنجی یی ورکولی چه ویی ډاروی، سجدی ورته وکړی غلامی یی ومنی، مګر هغوی ونه ډاریدل، هغوی تسلیم نه شول او نه د الله ج له رحمته بی هیلی شول الله ج مطمن النفس ته ( اشرف المخلوقات ) او مخالف قطب یی حریص النفس ( اسفل سافلین ) یادوی.

که خونه وسوزی دیوالونه یی پخیږی، مطمن صاحب د سولی د باغ نیالګی وو او دی، زندانو، د وحشت طوفانو، سختو، شکنجو، ربړونو او ځورونو یی اراده بدله نه کړه ، مطمن صاحب د هیلو او سولی د میوو ډکه هغه لویه ونه ده چه خلک به یی تل له سیوری او میوو ګټه اخلی او دعاګانو کی به یی یادوی دغه نیکی کړنی به مطمن صاحب ته صدقه جاریه وی اتلولی یی د کاڼی کرښه شوه نه ورانیږی. د قران په لارښودنو او رسۍ چه چا منګولی ولګولی اود نورو مجاهدو اتلانو په قدمو یی قدمونه کیښودل نور به د هغه په قدمو قدمونه ږدی.

د مطمن صاحب په نیولو، د کابل د غلامانو او بادارنو له مخونو د وحشت، منافقت او دهشت نقاب لیری او څومخی یی هیوادوالو او نړیوالو ته په ډاګه شوه [[ چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ]] الله ج فرمایی [ د دوی مثال د هغو ګمراهانو دی چه په یوه طوفانی او بارنی توره تیاره شپه او لوی ځنګل کی ورک شوی، حیران پاتی وی چه په کومه خوا ولاړ شی، د بریښنا په کیدلو سره خوشاله شی، حرکت پیل کړی هیله مند شی مګر زوراوره بریښنا یی دید لاپسی واخلی تر دی چه ښی او کیڼ لاس سره نه پیژنی یعنی ماغزه یی هم کمزوری شی، ناهیلی او د مرګ په انتظار کی وی ]

د کابل بادارانو او غلامانو ته د مطمن لویه ګناه د سولی د رامنځته کیدو او د سولی د ټینګښت د پاره د هغه پرله پسی موثری هلی ځلی وی، په داسی حال کی چه د کابل غلامان او باداران د هیوادوالو او نړیوالو د خطا ایستلو د پاره تل د سولی شعارونه زمزمه کوی وایی طالبان د جنګ خلک دی په سوله باور نه لری او د نورو په واک کی دی د مطمن صاحب یا نورو چه د رښتونی سولی د پاره هلی ځلی لرلی ولی یی بندیان او شکنجه کړل له بلی خوا د دموکراسی د بیان ازادی څه شوه هغه هسی د ټاکنو په شان میان خالی شعارونه وو.د سولییزو شخصیتو په نیولو او شکنجه کولو یی عملی بڼه کی په ډاګه کړه چه د کابل غلامان او باداران ابدا سوله نه غواړی جنګ کی یی ګټی نغښتی، هغه ګټی هماغه د مظلوم اولس استثمارول دی د مطمن صاحب په شان اتلانو خولی بندوی او په ستونو یی پښی ږدی نو د مطمن صاحب په شان د سولی د اتلانو په نیولو د دوی له شیطانی مخونو د څو مخیو نقاب لیری شو. مننه



یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.