دیني، سیرت او تاریخ

مومن چي په ايماني ښکلا سمبال وي د نېکمرغۍ په لور روان دی

ژباړه: ابو المنظور (عطشان)

محترمو مسلمانانو وروڼو!

مولانا رومي (رحمه الله تعالی) دا ډول څېړنيزي ليکني او حيرانوونکي بحثونه رابرسېره کړي دي، چي د نړۍ ليکوالان يې د حيرانتيا نړۍ ته ورټېل وهلي دي.

له حيرانوونکو مسائلو څخه يې يوه مسئله او څېړنه درته وړاندي کوو:

مولانا رومي (رحمه الله تعالی) فرمايي: ډېر خلک مرګ (مړيني) ته په تورو سترګکيو (عينکو) کي ګوري، مړينه يو ډاروونکی او ترهه لرونکی شی ګڼي، حال دا چي مړينه ابدي (تلپاتي) سعادت (نېکمرغي) او بقاء ته وراوښتل دي، مړينه مومن مسلمان ته اسانتياوي، فراخي او روښانه او تلپاتی ژوندون وربخښي؛ خو په دې شرط چي انسان ايمان او عمل صالح (نېکي کړني) ولري، د نېکمرغۍ لور ته روان وي، نه د تنګۍ او تاريکۍ لور ته.

که د انسان اوښتونونو ته ځير سو؛ نو خبره به روښانه سي:

لومړی: انسان لومړی ځل د نورو عناصرو سره خلط (ګډ) او ورک وي، شتون يې څرګند نه وي؛ مګر وجود او شتون لري.

دويم: بيا د ويني په شکل څرګند سي؛ خو بيا يې هم شته والی څرګند نه وي.

په همدې دواړو حالتونو کي يې د شته والي ساحه ډېره تنګه او کمه وي.

درېيم: بيا په نطفه (د منيو په څاڅکي) بدل او اوښتون ومومي؛ خو بيا يې هم د شته والي ساحه ډېره لږ وي.

څلورم: بيا د نارينه د ملا (کمر) او د ښځينه د سينې (ځيګر) څخه د ښځي په رحم (بچه دانۍ) کي قرار ونيسي او همالته بېلا بېل اوښتونونه او بدلونونه ورباندي ورځي.

پنځم: بيا په همغه ځای کي د ټاکلي نېټې د بشپړتيا سره دې نړۍ ته سترګي پرانيزي، په دې نړۍ کي ژوندون د تېرو تطوراتو او بدلونونو په پرتله ډېر ښه او پراختيا لرونکی وي، بيا دلته هم په انسان کي ګڼ شمېر اوښتونونه را روان وي.

شپږم: وروسته د ځوانۍ مرحلې ته ورسېږي؛ بيا يې هم راتلونکي حال ته وړتيا او د کار کولو استعداد کم وي.

د خبري لنډيز: دا چي که ټولو بدلونونو ته ځير سو؛ دا به تر لاسه کړو، چي په ټولو بدلونونو کي انسان پر زينو د ختونکي په څېر مخ پر وړاندي روان وي او د اوسېدلو ساحه يې پراختيا مومي.

د دې ټولو څرګندونو په رڼا کي ويلای سو، چي بيا هم انسان تر مرګ وروسته د ښه، پراخ او تلپاتي ژوندون پر لور روان دی؛ په دې شرط چي ايمان او د سپېڅلو اعمالو ملتيا موجوده وي.

مولانا رومي (رحمه الله تعالی) فرمايي: تر هغه پوري چي خاکي فاني ژوندون پای ته نه وي رسېدلی؛ باقي ژوند نه سي تر لاسه کېدلای؛ ځکه ابادي (رغوونه) تر خرابۍ او ويرانۍ وروسته وي. د کاني جواهراتو او مرغلرو لاسته رواړنه وړاندي د څاګانو و کيندلو ته اړتيا لري، کله چي ويراني، کيندني او غارونه وکښل سي او زيار او هڅي وکړل سي، بيا مرغلري او جوهر داره توکي لاسته راځي.

کله چي ته ووينې چي يو ځای نړېږي، خلکو يې ورانولو او نړولو ته اراده (هوډ) کړی وي؛ نو پوه سه! چي نوي ودانۍ جوړېږي او نوي تعمير او ابادي کول کېږي.

مولانا رومي (رحمه الله تعالی) پر دې خبره چي تر مرګ وروسته ښه ژوند او تلپاتي نعمتونه دي اووه تمثيلات (بېلګي) وړاندي کړي دي:

لومړی: د زاړه کور، نوی جوړول تر مخه نړېدل او ورانول غواړي، چي زوړ کور له مينځه ولاړ نه سي، کله يې پر ځای نوې ودانۍ جوړېدلای سي؟.

دويم: د کاني توکو د رايستلو لپاره بايد لومړی کيندني وسي، بيا جواهراتو او قيمتي توکو ته لاس رسېږي، که ويرانۍ او کيندني ونه سي؛ نو کله څوک کاني توکو ته رسېدای سي؟.

درېيم: د زړې او پخوانۍ خزانې د لټون لپاره هم وړاندي خرابۍ او ويرانيو ته اړتيا سته، کله چي کورونه ونړېږي بيا پټي خزانې ته لاس رسېږي، که نړېدني او کيندني ونه سی، کله څوک خزانو ته رسېدلای سي؟.

څلورم: د ثمراتو او مېوو تر لاسه کول هم وړاندي د ګلونو او شګوفو رژېدلو ته اړتيا لري، کله چي ګلونه او شګوفې ورژېږي بيا مېوې لاس ته راځي، د شګوفو تر رژېدو او خزان وړاندي کله مېوه لاس راتلای سي؟

پنځم: لوحه نويس او ليکوال چي کله وغواړي، يو څه په تازه بڼه وليکي، مخکي زړه او پخوانۍ ليکنه له مينځه يوسي او بيا په نوې ليکنه پيل وکړي، د نوي ليکني د پيلولو وړاندي د درمخنۍ ليکني له مينځه وړل اړين او لازمي دي.

شپږم: کله چي څوک د اوبو د راايستلو هوډ وکړي؛ نو وړاندي د مځکي ورانول او څاه کيندل لازم او اړين ګڼل سوي دي، د څاه کيندلو او د مځکي د ورانولو په پايله کي اوبه په لاس راځي. د مځکي تر ورانولو وړاندي کله اوبه په لاس راځي (چي څاه نه وي کيندل سوی، کله اوبه له مځکي څخه راوتلای سي؟).

اووم: کله چي کښتګر د کښت کرلو تصميم ونيسي؛ نو لومړی مځکه واړوي، هغه پخوانی کښت له مينځه يوسي او محوه يې کړي، بيا په نوي ډول تخم پاشل پيل کړي.

د نوي کښت د کرلو لپاه د زاړه فصل او کښت له مينځه وړل اړين او ضروري دي. که زوړ کښت او د هغه ريښې له مينځه نه وي تللي د نوي فصل او کښت کرنه ناشونې ده.

د يادو سوو تمثيلاتو (بېلګو) او شواهدو په رڼا کي ويلای سو، چي پر انساني فزيکي جسم به هم يو ځل فناء راځي، همدا ظاهري ډول به له مينځه ځي، بيا له تلپاتي ژوندون او نعموتونو څخه مسلمان برخمن ګرځي، له مړيني او فاني کېدلو پرته دا له نعمتونو څخه ډک ژوندون ته رسېدل شونتيا نه لري.

مولانا رومي (رحمه الله تعالی) پر ژوندي مسلمان ږغ کوي او فرمايي:

لماذا هذا الاشفاق من الموت؟ ولماذا هذا الفرار من الاجل؟ انک لم تزل في انتقال من مرحلة الی مرحلة ومن عدم الی وجود ثم من وجود الی عدم ولم تزل تخلع لباسًا وتلبس لباسًا حتی وصلت من العناصر الاربعة الی القلب الانساني.

ژباړه: ولي له مړيني څخه بېره لرې؟ ولي د مړيني له نېټې څخه په تېښته او فرار کي يې؟

بېشکه همدا ته له يوه پړاو څخه وبل پړاو ته په اوښتون کي يې! له نشت څخه شتون (له نېست څخه هست) ته، بيا له وجود څخه وعدم ته اوښتون مومې او ته همېشه يوه جامه باسي او بله اغوندې تر هغو پوري چي د څلور عنصرونو څخه انساني جوړښت ته راواوښتې.

بيا مولانا رومي (رحمه الله تعالی) فرمايي:

کله چي په يوه حال پاته کېدل تاته خوښ وي، هماغه حالت دي په ډېر قوت (ځواک) غوره کړی وي او ډېر ټينګار کوې چي پر همدې حال پاته سې او بل حالت ته په اوښتون ناخوښه يې؛ نو په دا ډول ذهنيت سره ته پر خپله بدايه او پيل باندي پاته کېږي، د انسانيت و لوړ پړاو ته نه رسېږې او د علمي او روحاني کمالاتو اوچتي او هسکي څوکي ته نه رسېږې.

بېشکه، چي ته نه سې رسېدلای بقاء ته؛ مګر د فناء له لاري؛ نو بيا ولي د مړيني (فناء) څخه په تېښته کي يې؟

چي همدا فناء د تل پاتي بقاء پيلامه ده؛ نو بيا دي ولي پر همدې ژوندون باندي لاسونه ټينګ نيولي دي او محکم ور باندي تړلی يې؟ سره د دې چي ځای ناستی يې هغه ژوندون دی، چي نه فناء لري او نه ډار او غم پکښي سته.

مولانا رومي (رحمه الله تعالی) فرمايي:

همدلته د دوو مړينو توپير سته، د عارفانو او رباني کسانو مړينه د عامو کسانو د مړيني سره هيڅ سمون نه لري.

بېشکه د دين د لاري لارويان د همدې فاني دنيا پر پاته کېدلو او فراق باندي هيڅ فرياد او غم نه کوي، مړيني (مرګ) ته په ډېر فراحت او خوښۍ سره ور وړاندي کېږي؛ ځکه چي مرګ د دوی لپاره د ښه راتلونکي زېری دی.

همدا مړينه د دوی لپاره د بريا او خلاصون ښه پيغام دی.

مولانا رومي (رحمه الله تعالی) فرمايي:

لقد کان الريح التي أرسلها الله (جل جلاله) علی أمة هود (عليه السلام)، لمحةً وجحيمًا علی الکافرين ونفحةً ونعيمًا علی المؤمنين، کذالک الموت للکفار سمومٌ وبلاء وحرمانٌ وشقاءٌ وللمؤمنين نسيمٌ عليلٌ وهواءٌ بليلٌ وکوثر وسبيلٌ – فأما ان کان من المقربين – فرَوْحٌ ورَيْحَانٌ وجنَّتٌ نعيمٌ و أما ان کان من أصحاب اليمين فسلامٌ لک من أصحاب اليمين – واما ان کان من المکذبين الضالين – فنزل من حميم وتصلية جحيم (الواقعة – ۸۸ – ۹۴).

ژباړه: بېشکه هغه سېلۍ (باد) چي الله (جل جلاله) د هود (عليه السلام) پر قوم مسلط کړی وو، هغه تريړی (تود) باد او سوځوونکی اور وو کافرانو لره، هماغه باد (سېلۍ) نفحة العنبر (د عنبرو په څېر خوشبويي) او ستر نعمت وو مومنانو لره، همدا ډول مړينه (مرګ) هم کفارو لره سوځوونکی اور او مصيبت دی، خالي لاس لرل او بدبختي ده.

همدا مړينه مومنانو لره نرمه او معطره (خوشبويه) هوا ده، خوږې او زلالي اوبه او خوښي بخښونکي شربت دي.

نو که هغه د الله (جل جلاله) د درګاه له نيژدې کسانو څخه وي؛ نو نو ورته ارامتيا او خوښي او له نعمتونو ډک جنت دی او که د ښې (راسته) لاس د څښتنانو څخه وي؛ نو هرکلی به يې دا ډول کېږي: «تاته سلام دی! ته د ښې لاس له څښتنانو څخه يې».

او که د بې لارو درواغ ګڼونکو څخه وي؛ نو د هغه د مېلمستيا لپاره خوټېدلي اوبه او دوږخ ته ننوتل دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x